شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ژوند او نزاکتونه کتاب چاپ شو

ژوند او نزاکتونه کتاب چاپ شو

حبيب وقار

د ژوند نزاکتونه هغه څه دي چې د يوې ټولنې د وګړو تر منځ د راشه درشه، خبرو اترو، غونډې، کوڅې، کورنۍ، مجلس او يا دفتر د غړو تر منځ او ورته نورو ځایونو کې له يو بل سره د چلند په ډولونو کې راځي.

دا چې څه ډول چلند کوو، له یو بل سره په کوم ډول خبرې کوو، کوم اخلاقي موازين په پام کې نيسو، چاته په کومه سترګه ګورو، هغه چې د ځان له پاره يې خوښوو د نورو له پاره يې هم خوښوو کنه؟

که مو په پام کې ونيول چې ګاونډی نه بايد رانه په عذاب شي، که ښار ته ځم نه بايد په سړک لاړې يا نصوار تف کړم. که بازار کې کيلې، مالټې يا کوم بل څه خورم، نه بايد پوستکي يې د سړک په سر وغورځوم، بلکې بايد داسې يو ځای ورته ومومم چې د همداسې توکو له پاره په پام کې نيول شوی وي.

که مو پورته چارې په پام کې ونيوې، د ګاونډي په دروازه کې مو د کثافاتو ډکې کڅوړې ونه غورځولې، په مجلس کې د چا د خبرو منځ کې ونه لوېدو، د چا په شخصي چارو کې مو کار ونه لاره، په له خلکو ډکه کوټه او موټر کې مو سګرېټ ونه لګاوه، دلته يو څه څرګندېږي چې کېدای شي په انسانانو کې وشمېرل شو.

پورته مو چې څه ياد کړل، د ژوند نزاکتونه يا ټولنيز نزاکتونه يې بولي. که موږ د ژوند نزاکتونه مراعات نه کړو، نو بویه چې شاوخوا خلکو ته زیان رسوو. زیان رسول یو غیر اسلامی او غير اخلاقي کار دی، نو باید چې له غير اسلامي او غير اخلاقي کارونو ډډه وکړو. سره له دې چې ټولنيز نزاکتونه نه پالل غير اسلامي او غير اخلاقي دی، د ټولنې وګړو د ازار او ځورېدو لامل هم کېږي چې د خلکو ځورول زموږ په سپېڅلي دين اسلام کې منعه دي.

کلونه وړاندې مې پر فېسبوک د ټولنیزو نزاکتونو يوه لړۍ چلوله، نصوار، سګرېټ، په ټولنه کې د وګړو ځینې ناوړه عادتونه او نور به مې ليکل، د خلکو خوښېدل او ډېر لوستونکي يې لرل.

 له همدې کبله مې هوډ وکړ د همغې لړۍ ټول مسايل راټول کړم، خو پر فېسبوک د کلونه مخکې خپرو شوو مسايلو موندل هم سخت کار دی، څه مې وموندل، څه رانه غيب شول او څه مې هم نوي وليکل.

دا چې ياده لړۍ د خلکو د خوښې مسايل وو، نو ښه مې وبلله ياد مسايل له تاسې درنو لوستونکو سره د ژوند او نزاکتونه په نوم د يوه کتاب په بڼه شريک کړم. که مو په يادو مسايلو کې کومه نيمګړتیا او کمی ولید هيله ده زنګ راته وکړئ، پيغام راته پرېږدئ، ليکنه پرې وکړئ او يا هم مخامخ راته ووايئ، څو په راتلونکي کې اصلاح کړل شي.

 راځئ موږ تاسې ټول د ژوند ناويلي رنګونه وليکو، خلکو ته یې وړاندې کړو، څو ټول خلک ګټه ترې واخلي او چا چې تر اوسه دا ډول نزاکتونو ته پام نه دی کړی له دې وروسته پام ورته وکړي او بیا داسې کوم عمل ونکړي چې ګاونډی، د څنګ ملګری، د دفتر همکار او يا هم په ښار کې کوم تېرېدونکی ترې په عذاب شي.

راځئ يوه بله مهمه چاره هم په ياد ولرو او په پام کې يې ونيسو. هغه دا چې خپل اولادونه له ماشومتوبه ښه و روزو، هغوی ته وښيو چې مجلس کې څنګه خبرې وکړي، په لاره څنګه لاړ شي، په موټر کې څنګه کېني، ډوډۍ څنګه وخوري، له خپلو ګاونډيانو سره څنګه چلند وکړي او د هر انسان ابرو او عزت ته څنګه درناوی وکړي. ځکه چې اولادونه خو زموږ د کور لوښي او وسايل نه دي چې د کور په يوه کونج کې يې وغورځوو، اولادونه ټولنې ته وړاندې کوو او د ټولنې له هر وګړي سره به راشه درشه لري، نو بايد هڅه وکړو چې ټولنې ته ښه انسانان وړاندې کړو، څو د ټولنې د پرمختګ، د خلکو د هوساينې او د خپلو شاوخوا خلکو د خوشالۍ او خوښۍ فکر ورسره وي.

نو که موږ په افغاني ټولنه کې د ژوند او نزاکتونو په اړه کتاب ليکو دا به له ستونزو ډک کار وي، ځکه چې موږ هره ورځ او هر ساعت له يوې زړه بوږنوونکې بې نزاکتۍ سره مخ کېږو، خو بيا هم کمې ما و کرم شما.

له درنو ملګرو، تکړه ليکوالو توریالي مليار او ارش ننګيال نړۍ مننه کوم چې په دې کتاب يې ښکلې سريزې وليکې، کتاب يې ولوست ويې ارزاوه او د ارزونې په پای کې يې خپل نظر وليکه او له ګران ملګري حسيب الرحمن ساحل هم نړۍ مننه کوم چې کتاب یې ډيزاين او پوښتۍ يې ورته جوړه کړه.

په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب