شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتههند کې یوې ناوې د ډېرې ژړا له امله د زړه سکته...

هند کې یوې ناوې د ډېرې ژړا له امله د زړه سکته کړې

تاند ( جمعه، د کب ۲۲)  هندي رسنۍ خبر ورکوي چې دې هېواد کې یوې ناوې د خپل واده مراسمو کې د ډېرې ژړا له کبله د زړه سکته کړې او مړه شوې ده.

راپورونه وایي، د دې هېواد په اودیشا ایالت کې د ناوې د وړلو د ښادۍ مراسم وروسته تر هغې په غم بدل شول چې ناوې د دوامداره ژاړه له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د هند په سونپور سیمه کې شوې ده.

د ناوې کورنۍ هلته ځایي رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د دې جینۍ پلار څو میاشتې وړاندې مړ شوی و او تر هغه وروسته یې لور یعنې ناوې چې پلار ورته بې حده ډېر ګران وو تر سخت ذهني فشار لاندې وه.

ځایي پولیسو ویلي، د ناوې جسد یې د څېړنو په موخه عدلي طلب ته استولی، تر څو د مړینې علت یې لا ښه روښانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې هندي ټولنه کې ودونه په بېلابېل ډوله رواجونو تر سره کېږي، خو مسلمان وګړي یې تقریبآ پښتنو ته ورته شکل کې عملي کوي او دا جینۍ هم د یوې مسلمانې کورنۍ سره تړاو لري چې د واده ډول یې هم پښتنو ته ورته ښودل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب