موږ په يوه غرنۍ سيمه کې ژوند کوو، هلته ټلويزيون څوک نه پېژني، خوځينې _ ځينې يې راډيوګانې اوري.
زه هم يوه زړه را ډيولرم، چې کله يې چالان کړم، ماشومان مې رانه د ځينو خبرو او کلمو په باره کې پوښتنه کوي.
له څو ورځو راهيسې يې رانه د تروريست د مانا پوښتنه کوله، خو ما نه کله ليدلي وو او نه يې په مانا پوهېدم .
هغوى مې په همدې تېرويستل چې، تروريستان په ښار کې دي او چې کله لاړو خپله به يې ووينئ.
په دې وروستيو کې ننګرهار ته د يوه خپلوان کور ته تللي وو، په همدې ورځ هسکه مينه کې بمباري شوې وه .
راډيو بيا د خارجيانو له خولې د ترهګرو د وژنې خبره پرله پسې تکراروله، ماشومان مې شله شول، بله پلمه مې نه وه، د بمبار سيمې ته لاړو:
د ماشومانو خواره واره جسدونه پراته وو، نيم ژوانده بدنونه په وينو کې شټېدل.
کوچنيان مې ورو- ورو راته نږدې کېدل، کلک يې نيولى وم.
يودم يې له قوي چيغې سره منډې کړې، پښې مې سستې شوې وې، هغوى پسې مې د مڼدو وهلو وس نه و، ډېرې نارې مې وکړې.
خو هغوى په شا نه کتل او يواځې همدا نارې يې وهلې: موږ تروريستان يوو ، موږ هم وژني!!
١٣٨٦، کابل
محمد نعمان دوست