شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+سل خاطرې؛ غوره اثر | محمدنبي سلطاني

سل خاطرې؛ غوره اثر | محمدنبي سلطاني

پوهان وايي: هغه واقعیتونه، چي د تخیل په رنګ رنګین سي خاطرې بلل کیږي. یا هغه وختونه، چي د ژوند د ماضي په راګرځولو کي مرسته وکړي خاطرې بلل کیږي. یعني دا چي د خاطرو په لیکلو سره موږ د خپل تېر ژوند ځيني هغه شېبې چي موږ ئې د کاغذ پر مخ لیکو ژوندۍ ساتلای او له ورکېدو ئې ژغورلای سو.

سل خاطرې هم په خپله اوږده لمن کي یو ژوندی تاریخ رانغاړي. د لوړو او ژورو تاریخ، د ماتو او بریاوو تاریخ، د خوندونو او غمونو تاریخ، د خیالونو او فکرونو تاریخ، د خوږو او ترخو تاریخ بالاخیره زموږ تاریخ، زموږ هغه تاریخ، چي کله – کله ئې په بیانولو سره د سړي د بدن بڼي شخي سي، دشرم احساس وکړي او…؛ خو کله – کله ئې بیا به لوستلو سره سړی د لوړتیا، بریا، سمون او بدلون احساس وکړي.

سل خاطرې زموږ د هيواد د ویجاړۍ، ورانۍ، بربادۍ او ټوکر ټوکر توب ژوندی انځور دئ، چي موږ ته د تېرو وختو بېګانه، پردې، بدرنګه او پرديپال انځورونه وړاندي کوي.

سل خاطرې موږ ته د تېرو واکمنانو او د قدرت د څښتنانو کړه وړه، خوی او عادت، رحم او حوصله، مهرباني او شفقت، ناسته او ولاړه او د هغو د ژوند سم او ناسم کړه وړه وړاندي کوي.

سل خاطرې موږ ته زموږ د فرهنګ، دود او کلتور تیارې او پیکه، ښې او بدي، سمي او ناسمي خوا وي ښيي.

سل خاطرې ځکه دا هر څه په خپله پراخه لمنه کي په ډېر هنر ځای کړي، چي لیکوال ئې په دغه تولنه کي لوی سوی د دغو ټولو پېښو او جریاناتو عیني شاهد پاته سوئ دئ.

سل خاطرې د حاجي عبدالظاهر نوی اثر دئ، چي د علامه رشاد خپرندویه ټولني د (۵۰۰) سوه ټوکه په تعداد په (۱۳۹۹ هـ ش) کال چاپ کړی، د پښتۍ ډېزاین ئې د حسیب الرحمن ساحل، کمپوز او ډيزاین ئې د روهیال کمپیوټر ادارې له خوا سوی دئ. کتاب (۳۰۴) صفحې لري، په سر کې د ښاغلي مطیع الله روهیال یاداښت دئ، روهیال د خاطرو پر ګټو، ارزښت، اهمیت، او ماهیت زغېدلی او د ښاغلي څرک دا کار ئې ستایلی او د ګټي وړ بللی. د سریزي تر سرلیک لاندي د لیکوال خبري دي، چي د دې کتاب د لیکلو په اړه ئې کړي دي، ليکوال په دې سریزه کي د کتاب د اوډلو مننه له روهیال او د ځينو یاداښتونو د ورکولو مننه له استاد احمد صمیم او انجنیر عبدالباقي بینا څخه کړي او په پای کې کتاب د سیمي تکړه لیکوال او د کندهار پوهنتون علمي معاون ښاغلي انجنیر شېرشاه رشاد ته اهداء کړئ.

د کتاب ځیني عنوانونه په لاندي ډول دي.

خطیب اخندزاده؛

حاجي خیرمحمد کلال؛

ودونه او دودونه؛

شېخ صاحب؛

محمدهاشم ميوندوال؛

د چمپلانو غل؛

د شېخ احمد خوب؛

پښتو موسیقي په سوریه کي؛

د اختر شوقونه؛

لالا کلمه ووایه؛

وزیر محمدګل خان مهمند؛

د خپلواکۍ جشن؛

د متعلمۍ خاطرې؛

ظاهرشاه په کندهار کي؛

سپوږمۍ ته د امریکایانو ختل؛

زه، ښوونځی او استادان؛

د عقرب درېیمه؛

د باغ پل مېله؛

ال انډیا راډیو؛

د کندهار سېنما؛

د داود خان جمهوریت؛

بېټلان؛

ملا مومن اخند؛

محمدابراهیم عطايي؛

او پنځه اویا (۷۵) نور سرلیکونه.

  ځانګړني

  1. په اسانه، روانه، ساده او خوږه ژبه د عامو لوستونکیو له ذوق، میني او علاقې  سره سم لیکل سوي؛
  2. د یوه د عیني شاهد په توګه ئې د پېښو تیاره خواوي روښانه کړي؛
  3. په ډېرو مواردو کي ئې تاریخ‌لیکوونکو ته کار ډېر اسانه او کره کړی، چي د تاریخ لیکلو پر وخت ئې له ځیني یاداښتونو څخه استفاده وکړي؛
  4. هره خاطره ئې له ځان سره خپلو هيوادوالو ته د هيواد د سمسورتیا او جوړېدا ویښوونکی پیغام لري؛
  5. د افغاني ټولني له روح، فکر او ذهن سره سم مهم او ضروري مسایل په پام کي نیول سوي؛
  6. ژبه ئې خپلواکه او بې طرفه ده؛
  7. په لیکلو کې له احتیاطه کار اخستی، نې څوک پړ، نې څوک سپک، نې څوک مجرم، نې څوک خاین او … بللي، بلکي قضاوت ئې لوستونکو ته پرې ايښی؛
  8. د خپل وخت او زمان، د پېښو او جریانونو، علماوو، پوهانو، واکوالو، ادیبانو، شاعرانو او … اکثره عکسونه چاپ سوي دي، چي دا تصویرونه خپله ژوندۍ خاطرې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب