شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحکومت په نورستان کې ۱۳۰ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړوي

حکومت په نورستان کې ۱۳۰ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړوي

تاند ( جمعه، د کب ۲۲ ) چارواکي په نورستان ولایت کې د ۱۳۰ ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو د جوړولو خبر ورکوي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، د دې وزارت وزیر مجیب الرحمن کریمي د نورستان له والي عبدالغفور ملکزی سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې دغه ولایت کې به د ۱۳۰ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي، په نورستان کې د ۲۵۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت د ۷۱ پرمختیایي پروژو چارې ‏روانې ‏دي او ډير ژر به د ۲۰۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۷ نورو پرمختیایي پروژو کارونه هم پیل شي چې د ترانسپورټ، برېښنا، د ‏څښاک اوبو او اوبو ‏لګولو په برخه کې دي‎.‎

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو نویو پروژو په لړ کې به دې ولایت کې د ۱۳۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي چې عملآ یې د ۲۹ ښوونځيو د ودانیو جوړولو کارونه روان ‏دي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې سمسور او غرنی ولایت دی، خو عام خلک یې هلته د ښوونځیو د ودانیو د نه شتون سربېره د تعلیمي برخې د امکاناتو د کموالي څخه شکایتونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب