زموږ پر پلار باندې یو ځل تېر کال هم د زړه حمله راغلې وه، خو هغه دومره شدیده نه وه لکه دا ځل یې چې آن د ده ترڅنګ موږ هم له اخه ټوخه ورسره وغورځولو. دا دویم ځل یې ځکه موږ ته په دومره لویه بیه تمامه شوه چې لومړۍ یوازې خدای تعالی پرې راوستې وه او په دویمه کې بیا د خدای تعالی ترڅنګ د میدان ښار د مرکزي روغتون د ډاکټرانو نقش هم بې اغېزې نه ؤ. دغه روغتون ته مو پلار زموږ د ولسوالۍ د سپین کلینیک په نوم روغتون په خپل امبولانس کې ورلېږلی ؤ، که چېرې د دغه روغتون امبولانس نه وای، نو ښايي د میدان ښار د مرکزي روغتون ډاکټرانو یې آن ژر بستر کولو ته هم زړه نه وای ښه کړی؛ ځکه ما چې د دوی دا غیر انساني چلند او په نه خبره د ناروغانو او د هغوی له پایوازانو سره جنجالونو ته کتل، دې نتیجې ته ورسېدم چې ښايي ډېرو ناروغانو به د دوی د بې کفایتیو له لاسه د یوې عادي ناروغۍ له امله هم ساه ورکړې وي.
زموږ پلار خو یې زما له ورتګ نه یوه ورځ مخکې همدې روغتون ته راوړی ؤ، هغه وخت چې زه له هرات نه ور ورسېدم او له هغه ډاکټر نه مې چې زموږ پلار یې بستر کړی ؤ، د پلار د ناروغۍ په اړه پوښتنه وکړه، هغه راته وویل چې د پلار زړه دې تر اندازې زیات غټ شوی دی او د زړه د همدې غټوالي له امله یې کولمې او د بدن نور غړي هم پړسېدلي دي. ما ورته وویل چې که یې چېرته ستونزه ډېره جدي وي او دلته یې د اعلاج شونتیا نه وي، نو موږ به یې کابل او یا کوم بل ځای ته ولېږدوو، ده راته برګ برګ وکتل او په غوصه یې راته وویل چې دغه خبرې دې پرون ورور هم کولې، هغه خو لا د روغتون پر رئیس باندې واسطې هم راچلولې وې، که چېرې یې وړئ او پر موږ باندې مو باور نه وي، نو بسم الله کړئ؛ ما ورته وویل چې ډاکټر صاحب موږ پر تاسو باندې باور لرو، که مو باور نه درلودلای، نو ولې مو دلته درته راوستلو او بل خبره د باور او نه باور نه ده، تاسو وویل چې د پلار ستونزه مو لویه ده، نو لویې ستونزې ته به لوی تدبیر هم جوړوې، ده بیا همداسې برګ برګ راته وکتل او په غوصه له کوټې نه ووت.
له دې وروسته به چې هر ډاکټر راتلو، هغه د چا خبره په تندي کې به یې دوولس بجې وې او هر یوه به زموږ د ورور د واسطې کولو خبره راته کوله، کله به یې چې نسخه راته لیکله د پیچکارۍ یو امپول به هم پکې د روغتون له درملتون څخه نه ؤ، ټوله به له بازاره راوړل کېده، تر څو به چې زه له بازاره راتللم دوی به بیا د ټولو ناروغانو کتل خلاص کړي وو او خپلو د خوب کوټو ته به یې ځانونه رسولي وو، کله به چې ما د پیچکارۍ د راوړلو خبره ورته وکړه، نو یا به یې په کومه پلمه ځانونه ها خوا دې خوا کول او یا به په ډېر قهر او غوصه راسره راپورته کېده.
کله کله به یې له کوټې نه ور وویستلم او په غوږ کې به یې راته وویل چې پلار دې د جوړېدو نه دی، دې ډول ناروغانو ته په بهر کې ډاکټران مصنوعي زړه ور اچوي، چې د هغې امکانات په افغانستان کې نشته او بل ستا د پلار عمر هم ډېر دی، د داسې زړه د اچولو نه دی، نو پر همدې خاطر هغه پیسې چې پر ده یې مصرفوئ، هغه د ده د کوچنیو اولادونو پر روزنه او ودونو ولګوئ. زما به بیا د دوی پر خبرو له سترګو نه اوښکې وبهېدې، له یوې خوا به مې د پلار د بې وسۍ دا حالت سترګو ته درېده او له بلې خوا به مې د دې ډبرزړو ډاکټرانو پر غیر انساني چلند هم حالت نور شو.
په همدې ډول سره خبره تر شپږو ورځو پورې ورسېده، پر شپږمه ورځ یو نرس راغی او زما د پلار ټوله بیوګرافي یې رانه واخیسته او زما د ټلیفون شمېره یې هم پکې ولیکله، په همدې ماسپېښین یو بل نابلده ډاکټر راغی او زموږ په کوټه کې یې له هر ناروغ څخه په یوه کاغذ کې د بلغم د تف کولو غوښتنه کوله او دغه راز یې د همغه ناروغ په پوزه کې یو نری شيشه یي تیوب هم ننویست، زما پلار ته چې راورسېد، هغه خو بلغم نه شوای تف کولای او په پوزه کې مو چې کله هغه شیشه یي تیوب ورننویست هغه یې په لاس سره وواهه، لاندې ولوېده او مات شو، یو بل ډاکټر ماته مخ راواړه، چې ورته ووایه دا د کورنا ټیسټ کوي او تا ته پر دې ټیسټ سل ډالر درکوي. ما چې هر څو پلار ته دا خبره وکړه، هغه خپل غم اخیستی ؤ، نه په ډالرو پوهېده او نه هم د هغه پر اهمیت، همداسې بې سده پروت ؤ، نور نو دواړه ډاکټران ترې په تنګ شول او همداسې بې له معایناتو ووتل، دوه ورځې وروسته ما ته زنګ راغی او زما د پلار نوم یې راته واخیست چې تاسو هغه یاست؟ ما ورته وویل چې نه، زه د هغه زوی یم، ده راته وویل چې ستاسو د پلار د کورنا ټیسټ مثبت ختلی دی، زه اوس امبولانس درلېږم چې د کورنا روغتون ته یې پکې راولېږدوي. امبولانس راغی، خو چې کله یې زموږ د پلار پوښتنه وکړه او زموږ کوټې ته یې ډرېور راننوت، ما ورته وویل چې زموږ د پلار د کورنا ټیسټ نه دی شوی، هسې دا ډاکټران رانه تنګ شول، هغوی زما په پلار پسې اکسېجن نه شوای رسولای، نو ځکه یې دغه پلمه ورته جوړه کړه. ډرېور راته وویل چې دا زما مسؤلیت دی، چې زه تاسو د کورنا روغتون ته ورسوم، بیا تاسو هلته کولای شئ، چې همدغه خبره د هغه روغتون له رئیس سره شریکه کړئ، کله چې د کورنا روغتون ته ورسېدو او همدغه خبره مې د هغه روغتون له رئیس سره شریکه کړه او ورته ومې ویل چې که چېرته زما پلار کورنا نه وي، نو ښايي دلته یې بستر کول ډېر خطر ولري، ځکه یو خو د هغه د خپلې ناروغۍ درملنه تر دې دمه نه ده شوې او بل ستاسو دا ټول وسایل پخپله د کورنا په وایروس باندې ککړ دي، هغه هم چې کله زما د پلار معاینات وکتل او له مانه یې د ناروغۍ د وخت پوښتنه وکړه او ما ورته وویل چې اوس یې دوولس ورځې کېږي، نو پوه شو چې دا ډول ناروغان کورنا په دوولسو ورځ کې حتماُ له منځه وړي، په همدې خاطر یې موږ ته نور د تلو اجازه راکړه، خو دومره یې راته وویل چې موږ له تا څخه یو ضمانت لیک اخلو، چې په هغې کې به ته دا ولیکې چې زما پلار د کورنا ناروغۍ نه درلوده، زه یې له کورنا روغتون څخه وباسم او په راتلونکې کې که له هر ډول مشکل سره مخ شو، مسؤلیت زما پر خپله غاړه دی. ما هم همدغه ضمانت لیک ورکړ او ورور ته مې وویل چې ورشه یو موټر راوله، چې پلار مو کابل ته پکې یوسو، هغه موټر راوستو، خو دا چې موږ له کورنا روغتون څخه پکې تلو، نو د هغې په خاطر یې درې چنده کرایه راڅخه واخیسته، په کابل کې مو پلار یوه شخصي روغتون ته ورووست، د هغه روغتون ډاکټر د ده د زړه تر عکسونو او د وینې تر معایناتو وروسته راته وویل چې نه یې بستر کېدو ته ضرورت دی او نه هم ډېرې دوا ته، فقط کور ته یې رسوه، ان شاء الله له دغو دوو پاکټو ګولیو سره به رک روغ شي، خو په دې شرط چې دغه دوه پاکټه ګولۍ به دوامداره ورکوئ، ځکه دا د زړه دوا ده او د زړه دوا همېشه خوړل کېږي، همداسې وشول او تر ننه پورې مې د خدای په فضل پلار روغ رمټ دی.