سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeخبرونهآی اف جی: افغان حوکمت دې د ښځینه خبریالانو امنیت ته جدي...

آی اف جی: افغان حوکمت دې د ښځینه خبریالانو امنیت ته جدي پام وکړي

تاند ( جمعه، د کب ۲۲ ) له خبریالانو څخه د ملاتړ نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د وروستي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او له افغان حکومته یې غوښتي څو د خبریالانو امنیت ته جدي پام وکړي.

دغو بنسټونو ویلي چې د روان تاوتریخوالي له کبله په هیواد کې له رسنیو څخه د ښځینه کار کوونکو وتل لا هم دوام لري.

د خبریالانو نړیوال فدارسیون پر خپل توېټر لیکلي چې دې وروستیو کې د تاوتریخوالي له کبله سلګونو ښځینه خبریالانو دندې پرېښي او لا هم دا چاره دوام لري چې دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

دغه نړیوال فدراسیون ویلي چې په افغان رسنیو کې پاتې ښځینه کار کوونکي د هغوی د امنیت نیولو په اړه د جدي اقداماتو غوښتونکي دي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون عمومي منشي انتوني بلانګر ویلي چې افغان حکومت دې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب برخه کې چې هره ورځ یې ځان خطر کی دی هڅې زیاتې کړي.

یاد فدارسیون دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو مسؤلینو ورته ویلي چې د امنیتي ګواښونو له امله نشي کولای خبریالان او نوي ښځینه کار کوونکي د دندې لپاره ونیسي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم یو ځل بیا له رسنیو څخه د ښځینه کار کوونکو پر وتلو اندېښنه ښودلې او وایي حکومت دې په رسنیو کې د ښځینه کار کوونکو د امنیت په اړه لازم اقدامات وکړي.

دغه کمېټې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغان رسنیو کې د ښځینه کار کوونکو د کموالي په اړه تر بل هر وخت اندېښنه لري.

د دغې کمېټې د وروستي راپور په اساس د ۱۳۹۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هیواد په رسنیو کې ۱۶۷۸ ښځینه کار کوونکو دنده لرله، خو اوس یې شمېر۱۳۷۷ تنو ته کم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په تازه پېښه کې روان میاشت په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې ووژل شوې او د خلکو سخت غبرګونونه یې راوپارول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب