دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+افغان لوبډلې، زمبابوې لوبډله په فالو ان مجبور کړه

افغان لوبډلې، زمبابوې لوبډله په فالو ان مجبور کړه

تاند (جمعه د حوت ۲۲) د افغانستان د ۵۴۵ منډو هدف په تعقيب کې د زمبابوې ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ٢٨٧ منډو وسوځېده او د فالو ان سره مخامخ شوه چې اوس دويمه پاڼۍ ترسره کوي.

د زمبابوې لپاره سکندر رضا تر ټولو زياتې ٨٥ منډې وکړې.

دغه راز پرينس ماسويري ٦٥، کيوين کسوزا ٤١، تاريساى مسکندا ٤١ او ريګيس چکابوا ٣٣ منډې تر سره کړې.

د افغانستان له خوا بیا راشد خان ۴، امير حمزه هوتک ٣ او سيد احمد شېرزاد ٢ لوبغاړي وسوځول.

د یادو لوبډلو د لومړۍ پاڼۍ له پاى ته رسېدو وروسته لا هم زمبابوې د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ منډو څخه ۲۵۸ منډې شاته پاتې ده او افغانستان په فالو ان مجبوره کړل.

زمبابوې اوس خپله دویمه پاڼۍ پيل کړې ده.

زمبابوې به اوس په خپله دويمه پاڼۍ کې لومړى ۲۵۸ منډې کوي او له هغه وروسته به بيا افغان لوبډلې ته نوى هدف ټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب