پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهپه چین کې د افغان ځواکونو ملي ورځ ولمانځل شوه

په چین کې د افغان ځواکونو ملي ورځ ولمانځل شوه

تاند (جمعه د حوت ۲۲) د چين په پلازمېنه بېجينګ کې د افغانستان سفارت نن جمعه د حوت/۱۰مه/ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله.

د راپورونو له مخې په دې لمانځغونډه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کميټې یو شمېر چارواکو، د اذربایجان، ترکیې، قطر، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان سفيرانو او د بېلابېلو هيوادونو شاوخوا ۷۰ ډيپلوماتانو ګډون کړی و.

په چين کې د افغانستان سفير جاويد احمد قايم غونډې ته په وينا کې وويل، په افغانستان کې روان جنګ د افغانانو ترمنځ نه، بلکې افغانان د نړيوالۍ ترهګرۍ قرباني شوي او افغان ځواکونه د دغې ترهګرۍ پر وړاندې په لومړۍ کرښې کې جنګيږي او پر وړاندې يې کلکه مبارزه کوي.

د ښاغلي قایم په خبره، په افغان پوځ کې کې اصلاحات پيل شوي او مثبتې اغېزې يې تر لاسه کړې دي.

په چین کې د افغانستان سفیر په خپلو خبرو کې د افغان سولې بهیر ته په اشارې وویل چې افغان حکومت داسې سولې ته لومړيتوب ورکوي چې د تېرو شلو کالونو لاسته راوړنې پکې خوندي وي.

جاويد احمد قايم زیاته کړه، دا د ټولو افغانانو ګډه هيله ده او افغان حکومت به په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

باید وویل شي چې ولسمشر محمد اشراف غني د روانې حوت میاشتې په نهمه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت وينا کې وويل، چې له افغان ځواکونو څخه د افغانانو د ملاتړ انډول د تېرو سلو کلونو په پرتله بې ساری او ډېر لوړ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې هر کال په افغانستان کې د حوت نهمه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په پار ځکه لمناځل کېږي چې د افغان سرتیرو د قربانیو، هڅو او سرښندنو یادونه په کې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب