دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهروسیه:افغانستان کې د يو ټولشموله حکومت ملاتړي یو

روسیه:افغانستان کې د يو ټولشموله حکومت ملاتړي یو

تاند(جمعه، د حوت ۲۲) روسيې ویلي چې په افغانستان کې د يوه داسې انتقالي حکومت د جوړېدو پلوي کوي چې د طالبانو غړي هم پکې شامل وي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخاروا ويلي،چې د يوې ټولشموله موقتې ادارې جوړښت به ښايي دغې ستونزې ته يو منطقي حل وي چې طالبان په سوله ييز ډول د افغانستان سياسي ژوند ته ورګډ شي.

نوموړې زیاته کړې، چي د مارچ میاشتي پر ۱۸نېټه په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه به د روسيې، امريکا، چين او پاکستان د استازو په سطحه وي.

نوموړې همدا راز ویلي چې په دې غونډه کې به د بين الافغاني خبرو د پرمختگ، تاوتريخوالي کمولو او وسله والې شخړې د پای ته رسولو په اړه بحث وشي.

زخاروا ويلي چې د غونډې په څنډه کې د دوه اړخيزو خبرو امکان هم شته، خو په هغه صورت کې چې غوښتنې مناسبې وي.

زخاروا داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ افغان حکومت منلې چې د سولې په اړه د مسکو غونډې ته خپل پلاوی استوي.

د افغان چارواکو په خبره ټاکل شوې تر دوو ورځو مشخصه شي چې په دې غونډې کوم کسان ګډون کوي.

د دې غونډې موخه د افغان سولې ملاتړ او د دې بهیر ګړندي کول، د افغان جګړې پایته رسول او پر اوربند خبرې کول دي.

ټاکل شوې ده چې دا ناسته به د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه وشي. د روسیې حکومت د افغانستان څلور حکومتي کسان، شپږ تنه سیاسي مشران او د طالبانو له اړخه پنځه تنه یادې غونډې ته ور بللي دي.

دا ناسته د ترویکا په نوم د امریکا، روسیې، چین او ورسره پاکستان لخوا درې اړخیزه میکانیزم په چوکاټ کې جوړېږي.

د بهرنیو چارو وزارت سلاکار باري سلام وايي، حکومت لېواله دی چې دې غونډې ته خپل استازي معرفي کړي خو دا چې دا کسان به څوک وي په دې اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، د مسکو غونډه د دوحې د غونډې ملاتړ لپاره ده او له دې غونډې سره په ټکر کې نه ده.

1 COMMENT

  1. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخاروا ويلي،چې د يوې ټولشموله موقتې ادارې جوړښت به ښايي دغې ستونزې ته يو منطقي حل وي چې طالبان په سوله ييز ډول د افغانستان سياسي ژوند ته ورګډ شي.

    Taliban already said that they are against to the “all included government” “Tol Shamoola Hokomat” then what is the point of the Moscow gathering?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب