جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهچارواکي: د کاپیسا د امنیه قومندانۍ د کشف امر ترور او عاملان...

چارواکي: د کاپیسا د امنیه قومندانۍ د کشف امر ترور او عاملان يې په ونه کې راوځړول شول

تاند (جمعه د حوت ۲۲) د کاپیسا ځايي امنیتي چارواکي وايي چې ددې ولايت د امنيه قومندانۍ د جنایي جرمونو د مبارزې مديريت د کشف امر مستقیم ‌خان د وسله والو په برید کې ووژل شو.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش ویلي چې مستقیم خان نن له غرمې وروسته خپل کور ته نژدې د موټرسايکل سپرو وسله‌ والو طالبانو له لوري ووژل شو.

د ښاغلي شورش په خبره، دغه پېښه د محمود راقي ښار لومړۍ امنيتي حوزې سيدخان کلا سيمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، په دې پېښه کې د کاپيسا د امنيې قومندانۍ د جنایي جرمونو د مبارزې مديريت د کشف امر  وژل شوی او ورور يې ټپي دی.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا، موټر سایکل سپاره وسله وال له پیښې وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول او جسدونه یې په ونه کې راځوړند شول.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...