دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د وزلوبې لیګ پایلوبې ته وتلې دواړه لوبډلې اتلې شوې

د وزلوبې لیګ پایلوبې ته وتلې دواړه لوبډلې اتلې شوې

تاند ( جمعه، د حوت ۲۲) د افغانستان د وزلوبې (بزکشۍ) لیګ دوهم پړاو پایلوبې ته وتلې دواړه لوبډلې اتلې شوې.

دا لوبه چې نن جمعه ماښام ترسره شوه پای لوبه یې د کندهار او کندوز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

دواړو لوبډلو پياوړې لوبه وکړه او په لومړي پړاو کې ۲ ـ ۲ مساوي شول.

د پای لوبې دوهم پړاو په لومړي سر کې کندهار لوبډله مخکښه وه خو کندوز په وروستیو کې د یوې نمرې په ترلاسه کولو سره له کندهار سره ځان برابر کړ .

د دې لوبې نندارې ته د عامو خلکو ترڅنګ لوړ پوړي چارواکي هم تللي وو.

د لوبې د پای پرمهال مارشال عبدالرشید دوستم په خپلو خبرو کې دواړه لوبډلې وستایلې او لوبېدونکې دواړه لوبډلې یې بریالۍ اعلان کړې.

دوستم وويلې، چې هڅه به وکړي څو په ملي کچه د وزلوبې یو ټیم چمتو او نړیوالې لوبې هم ورته برابرې کړي.

پای لوبه د کندهار او کندوز لوبډلو ترمنځ ۳ ـ ۳ مساوي پای ته ورسېده.

د افغانستان د وزلوبې دوهم پړاو لیګ د روانې حوت میاشتې په ۱۵ مې نېټې پيل شوی وو او نن پای ته ورسېده.

د وزلوبې لیګ دویم پړاو د حوت په ۱۵ پيلېږي

د دې لوبو په (الف) ګروپ کې کندهار ، پنجشېر، او پروان له بدخشان سره ولوبېدل ، په (ب) ګروپ کې بیا تخار له نورستا او کابل له لوګر سره په (ج) ګروپ کې بامیان له سمنګان او کندز له ننګرهار سره ولوبېدل او دغه راز  په ( د) ګروپ کې بیا بغلان له سرپل او بلخ له هرات ولایت سره ولوبېدل.

د وزلوبۍ لومړی پړاو سیالۍ تېرکال د کورونا د خپرېدو له وېرې لغوه شوې وې.

د یادونې ده چې وزلوبه د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده چې شاوخوا درې کاله وړاندې وزلوبه په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.

وز لوبه خورا لګښتي، خو پخوا د بې وزلو، بزګرو او شپنو لوبه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب