Homeخبرونهخوست کې لسګونو کسانو د ښاروالي له خوا د هغوی د غرفو...

خوست کې لسګونو کسانو د ښاروالي له خوا د هغوی د غرفو د ورانېدو پر وړاندې اعتراض کړی

تاند ( جمعه، د کب ۲۲)  خوست ولایت کې د جرګو تالار ته څېرمه لسګونو کسانو د ښاروالي له لوري د هغوی د غرفو د ورانیدو د خبرداري پر وړاندې اعتراض کړی دی.

اعتراض کوونکي وایي، ښاروالي دې برخه کې تعادل ته پام نه کوي او د زورواکو د غرفو د لرې کولو توان نه لري؛ ځکه یې یواځې د غریبو خلکو د غرفو د لرې کولو پرېکړه کړې ده.

دوی وایي، ښاروالي د زورواکو او چارواکو په سلګونو غرفو کار نه لري، خو دوی چې غریب خلک دي، ښاروالۍ خبردارۍ ورکړی، چې د شنبې تر ورځې دې خپلې غرفي تشې او له دې ځایه دې لیرې کړي.

د اعتراض ګډونوال دغه راز زیاتوي چې په ښار کې لاس فروشانو ته ۶ کاله وړاندې د جرګو تالار دریو خواوو ته ۱۶۰ غرفې ویشل شوي او دوی يې ښاروالۍ ته په منظم ډول میاشتني عواید تحویلوي.

د جرګو تالار درې خواوو ته د غرفو مالکان دا هم وایي چې دوی ته یوه میاشت مخکې د یو کال لپاره جوازونه تمدید شوي او دوی يې بانک ته پیسې تحویل کړې دي.

د اعتراض کوونکو په وینا، که ښاروالي د دوی د غرفو د ړنګولو پلان درلود نو بیا يې ولې دوی ته نوي جوازونه ورکړي دي.

اعتراض کوونکو ګواښ وکړ چې که غږ یې وانورېدل شي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د خوست ښاروالي تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېر شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښاروالي له لوري د خلکو دا ډول غرفې وخت نا وخت د سړک د پاکوالي او بیروبار د کمېدو په موخه لرې کیږي خو دې برخه کې د ښاروالي په نا انډولۍ د خلکو باور کم شوې او پر وړاندې یې دا ډول اعتراضونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...