دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د اونۍ جالب او په زړه پوري خبرونه

د اونۍ جالب او په زړه پوري خبرونه

د نړۍ ترټولو پخوانۍ ۷۰ کلنه مرغۍ

 د امریکا د ماهیانو او ځنګلي حیواناتو د خدمتونو اداره وایي، چې ددې مرغۍ بچی د فبرورۍ په اوله نیټه په شمالي اتلانتیک کې نړۍ ته راغی.

په زړه پورې خبره یې داده چې دغه ډول مرغۍ عموماً له دولسو څخه تر څلویښت کلونو پورې ژوند کوي، خو د حیرانۍ خبره یې داده چې وزډم تر اویا کلونو پورې هم ژوندۍ ده، ځکه چې دغه مرغۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۶ کال کې لېدل شوې وه.

دا لومړنۍ مرغۍ ده او له خپل ملګري سره له  ۲۰۱۲ راهیسې یوځای ژوند کوي او ډېر امکان شته چې له دې وړاندې به له نورو مرغیو سره یوځای اوسیدلي وي، که څه هم دغې مرغۍ د فبرورۍ په اوله بچی راوړی و، خو اعلان تېره اوونۍ وشو.

ویل کېږي چې وزډم له هګۍ اچولو وروسته د خوړو په لټون کې مصروفه وه او نر ملګري یې بیا د هګۍ ساتنه کوله، خو اوسمهال د بچي د زېږېدلو وروسته یې دواړه د خوراکي توکو خیال ساتي.

هند کې یوې ناوې د ډېرې ژړا له امله د زړه سکته کړې

هندي رسنۍ خبر ورکوي چې دې هېواد کې یوې ناوې د خپل واده مراسمو کې د ډېرې ژړا له کبله د زړه سکته کړې او مړه شوې ده.

راپورونه وایي، دا پېښه اودیشا ایالت سونپور سیمه کې د ناوې د وړلو پرمهال شوې ده.

د ناوې کورنۍ هلته ځایي رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د دې جینۍ پلار څو میاشتې وړاندې مړ شوی و او تر هغه وروسته یې لور یعنې ناوې چې پلار ورته بې حده ډېر ګران وو تر سخت ذهني فشار لاندې وه.

دا په داسې حال کې ده چې هندي ټولنه کې ودونه په بېلابېل ډوله رواجونو تر سره کېږي، خو مسلمان وګړي یې تقریبآ پښتنو ته ورته شکل کې عملي کوي او دا جینۍ هم د یوې مسلمانې کورنۍ سره تړاو لري چې د واده ډول یې هم پښتنو ته ورته ښودل شوی دی.

هغه هیواد چې یو ملیون یې نیم ډالر کېږي

د وینزویلا مرکزي بانک وايي، راتلونکې اوونۍ به یو ملیون بولیواري بانکنوټونه چاپ کړي.

په وینزویلا کې په ۲۰۱۸ کال انفلاسیون کابو یو ملیون سلنه او په ۲۰۱۹ کې کابو ۱۰ ملیون سلنه و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د تېر کال په پرتله سږ د انفلاسیون اندازه یو څه کمه شوې او له همدې کبله د وینزویلا مرکزي بانک اټکل کوي چې د جنورۍ په میاشت کې به ۲۶۶۵ سلنې ته رسېدلی و خو بیا هم په نړۍ کې بې ساری دی.

د وینزویلا د حکومت د رسمي نرخ پر اساس یو ملیون وینزویلايي پیسې یا بولیوار له ۵۲ امریکايي سینټو (کابو نیم ډالر) سره برابرېږي.

غولوونکې حشره

د ځمکې پر مخ داسې ډېر حیوانات شتون لري، چې د ښکار څخه د ژغورلو لپاره ځان مړ ښایي یاهم د مرګ تمثیل کوي، خو ساینسپوهان وایي چې په دې اړه هیڅ نه ویل کېږي، چې د مرګ دغه تمثیل به تر څومره وخت پورې دوامداره وي.

چارلس ډاروین د بیټل په نوم یوه داسې حشره لېدلې چې تر ۲۳ دقیقو یې د مړینې تمثیل کاوه، خو اوسمهال د بریسټل پوهنتون ساینسپوهانو یوه داسې حشره موندلې چې تر یو شپېته دقیقو د مړینې تمثیل کوي.

د څېړونکې ډلې مشر نایجل ار فرینک او ډلې یې په دې اړه فکر او څېړنې کړي، چې ددغې حشرې د مرګ تمثیل په ښکاري څه اغېزې لري.

فرینک ددې په ځواب کې وایي، چې دغه حشره د مرګ په تمثیل سره د ښکاري یو څه وخت ضایع کوي او ښکاري دې ته اړ کوي ترڅو د ښکار لپاره د بل لوري په لټه کې شي او په همدې ډول د ځان په مړ ښودلو خپل ژوند په چالاکۍ سره ژغوري.

۷۲کلن زوم او ۲۶ کلنه ناوې

یو امریکایي دوه اویا کلن سوداګر له خپل ځان څخه شپږ څلویښت کاله کشره ویتنامۍ انجلۍ کوژده کړې ده.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه سوداګر واین کیټز نومېږي، چې د انستاګرام له شپږ ویشت کلنې موډلې کونګین سره یې اړیکې درلودې او څه موده وړاندې یې خپلې ملګرې کو نګین ته د واده وړاندیز وکړ، چې هغې هم ومانه او د یو لړ مراسمو په دوران کې یې یو بل ته ګوتمۍ ور په ګوته کړې، چې ډېر ژر به واده هم وکړي.

ړوند ماهي سره ۱۰ کلنه ملګرتیا

ځینې وختونه د انسانانو او حیواناتو ترمنځ د مینې او محبت داسې کیسې اورو یا لولو چې د انسانان خپلمنځې مینه راڅخه هېروي، اوس همدغسې یو کیسه په رسنیو کې لره بره کېږي.

ویل کېږي چې په انګلیستان کې د نکولس لیویز په نوم د یوڅلویښت (۴۱) کلن ماهي نیوونکي او د یوه ړوند ماهي ترمنځ له تېرو لسو کلونو څخه په حیرانوونکې توګه د ملګرتیا اړیکه شون لري او دغه ړوند ماهي هره ورځ د نکولس د کښتۍ ترڅنګ تاوېږي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې د نکولس او ماهي ملګرتیا په ۲۰۱۰ کال هغه وخت پیل شوه، کله چې یوه ورځ ماهي د خوراکي توکو په لټه له اوبو سر راویست او نکولس ورته په سر باندې لاس وواهه.

راپور زیاتوي چې نکولس دې ماهي د شاونا نوم ایښی، نوموړی وایي چې دغه ماهي دده لپاره دده د بچي په څېر دی او له تېرو لسو کلونو څخه یې هره ورځ ویني او مینه ورسره کوي.

هند کې د ټیټ قدي د واده جالب کار

په هند کې یو د ډېرې ټیټې ونې لرونکی شخص ددې لپاره د ښځینه وو پولیسو حوزې ته تللی، ترڅو د خپل واده د نه ترسراوي په اړه ورته شکایت وکړي.

دا خبره به مو ډېره اورېدلي وي، چا چې واده کړی هم پښېمانه دي او چا چې نه دی کړی هم پښېمانه دي، همدغسې یوه پېښه د هند د اترپردیش ایالت په یوه ولسوالۍ کې واقع شوې او یو د ډېرې ټیټې ونې لرونکي شخص د واده لپاره ډېر په زړه پوری قدم پورته کړی.

ویل کېږي چې دغه شخص د کیرانا اوسېدونکي دی، عظیم نومېږي او دوه فوټه قد لري، چې په همدې سبب ورته څوک ښځه نه ورکوي او کورنۍ یې هم د واده په اړه هیڅ فکر کوي، چې بالاخره عظیم دې سلوک تنګ کړی او سیده د پولیسو حوزې ته تللی.

راپورونه وایي، چې د ټیټې ونې لرونکي عظیم د واده له غوښتنې سره د ښځینه پولیسو حوزې ته تللی دی. عظیم چې په مزدورۍ سره د خپل ژوند شپې او ورځې سبا کوي، څو ځلې یې د ښځینه پولیسو حوزې او نورو ادارو او حوزو کې د واده غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې بریالی شوی نه دی.

د نړۍ بدبویه  خو غني مېوه

دوریان یو ډول مېوه ده چې غټوالی یې د هندواڼې هومره، بهرنی پوستکی یې کلک او ډېره بدبویه مېوه چې بوی یې د خرابو شوو پیازو په څېر دی او په زړه پورې یې دا چې ځینې کسان دا بوی خوښوي او ځینې یې بیا نه خوښوي.

د دې مېوې پوستکی لېرې کېږي او دننه برخه یې ژېړ یا سپینه یاهم سره او شنه وي، دا مېوه په مالیزیا، اندونیزیا، تایلینډ او په جنوب خیتیځه اسیا کې موندل کېږي او د بدبویۍ په سبب یې په ځینو هیوادونو کې په عامو ځایونو کې یې پر خوراک بندیز لګېدلی، چې سینګاپور او تایلینډ یې په سر کې دي، خو که چېرته یې غذایي توکو ته وکتل شي نو د نورو ټولو مېوو څخه ډېر غذایي توکي لري.

له بچیانو سره د پلار د نه چاغېدو تړون

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې پر شپږ پنځوس کلن راشد کادلا یې دوو زامنو هاشم او کریم او لور یې عامره محکمې ته عارض شوي او ویلي یې دي چې پلار یې په ماشومتوب کې ورباندې ظلم کړی.

درویشت کلنې عامرې په محکمه کې ویلي، چې په ماشومتوب کې یې پلار ورباندې امضاء کړې وه، چې داسې شیان به نه خوري چې د چاغښت ښکار یې وګرځوي. دغه راز پلار یې ورسره په تړون کې لیکلي ول، چې زه به هیڅکله ځان چاغښت ته نه ورکوم، ډېر ورزش به کوم، هره ورځ به خپل وزن ګورم او تر مرګه به ځان له چاغښت څخه ژغورم.

عامره وایي چې دا پرېکړه به مې پلار کوله چې څه ډول جامې واغوندم، چاسره وګورم او چاسره خبرې وکړم، حتی تر دې چې پلار به مې دا انتخاب هم کاوه چې په تلویزون څه شي وګورم او څه شی ونه ګورم.

دغه راز ماشومانو پخپل پلار تور پورې کړی چې څو ځلې یې وهلي دي او اوسمهال یې په محکمه کې قضیه روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب