یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان ځوانان د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند او سولې غوښتنه...

افغان ځوانان د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند او سولې غوښتنه کوي

تاند ( جمعه، د حوت ۱۵) د جګړې شدت سره سره بیا هم عام افغانان سولې ته هیله من دي او له ښکېلو لورو د اوربند غوښتنه کوي.

د خوست، کابل، بامیان، غزني، لوګر او پکتیا لسګونه ځوانان چې، «د نوي نسل او ځوانانو جرګه» په نوم په یو ورځني کنفرانس وو کې وویلې ، په داسې حال کې چې د تېر يوه کال په موده کې هېڅ امريکايي په افغانستان کې نه دی وژل شوی د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې هره ورځ لسګونه افغانان وژل کيږي.

دوی وايي د جګړې دواړو غاړو ته ډېری قربانيان ځوانان دي.

دوی د ځوانانو د وژل کېدو لوی لامل له دوی څخه په هېواد کې د سیاسیونو او یو شمېر ډلو ناسمه استفاده یاده کړه.

عامو افغانانو او ځوانانو له حکومت او طالبانو وغوښتل چې جګړه ودروي او نور دې سوله وکړي.

د نوي نسل او ځوانانو جرګې په نوم په دې پروګرام کې داسې مهال ځوانان د اوربند او سولې غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې سخت زور اخیستی دی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان په ۲۷ ولايتونو کې هم ورته پروګرامونه جوړ شوي چې اساسي موخه يې افغان حکومت، وسله والو طالبانو او نړيوالې ټولنې ته د سولې په برخه کې د ځوانانو د غوښتنو رسول دي.

خلیلزاد په دوحه کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره کتلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب