دوشنبه, مې 20, 2024
Homeد ماشوم پالنهد ماشومانو زیات چاغښت بېلابېلې ناروغۍ رامنځ ته کوي

د ماشومانو زیات چاغښت بېلابېلې ناروغۍ رامنځ ته کوي

تاند ( جمعه، د کب ۱۵ ) ډېر ماشومان شته چې له کچې زیات چاغېږي، او دا ځینې لاملونه لري.

ـ ځکه چې د ورځې ۵ تر ۶ ځله قوي خواړه خوري چې دا خواړه د ماشوم د چاغېدلو سبب کېږي.

ـ خواږه او له اندازې زیات غوړ خواړه هم ماشومان چاغوي، او د عمر په زیاتېدو سره یاد ماشوم، د شکرې، وینې لوړ فشار او لوړ کلسټرول پیدا کوي.

ـ له کوره بهر او تیار خواړه مصرفول زیان لري، ځکه د باندې خواړه نه یوازې زموږ وزن ډېروي بلکې زموږ صحت ته هم زیان رسوي.

ـ که هر ډول خواړه چې موږ ځانته چمتو کوو هغه ماشوم ته هم ورکړو نو دا کار د ماشوم د وزن د ډېرېدو سبب کیږي.

ـ خواړه باید په نوي بڼه چمتو شي او صحي وي ؛ځکه هر ډول خواړه ماشومان نشي خوړلی.

ـ ماشوم ته ۴۰ سلنه خواړه باید سابه وي، ځکه ګټي یې دېرې دي.

ـ ماشوم ته مېوه ورکول ګټه لري. په ورځ کې دوه ځلي باید مېوه ورکول شي، هم وزن کنټرولیږي هم صحي وي.

ـ د ماشوم وزن د دې لپاره باید کنټرول کړو ځکه چې ورځ تر بلې لویېږي، همدومره زیان ورته پیدا کیږي.

ـ د ماشوم لپاره هم ځانګړي سپورټ شتون لري چې باید په مهالوېش کې یې شامل کړو.

ـ ماشوم ته باید فایبر لرونکې خواړه ورکړو، او که امکان یې و د داکټر څخه مرسته وغواړو.

ـ کله چې ماشوم ته خواړه ورکوو باید وړې وړې ګولې ورکړو.

د دې سره سره چې د ماشوم په چاغوالي کې ځینې جینتیکي لاملونه هم اغېز لرلای شي خو زیاتره د ماشوم وزن د ډېر خوراک او د نه خوځښت له امله ډېریږي.

د دې ستونزې څخه د مخنیوی لپاره ښه لاره د ماشوم ډېر فعالیت او دخوړنیز رژیم کنټرول دی، او دا کار له تاسو سره مرسته کوي چې د ماشوم روغتیا مو په راتلونکې کې ساتلې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب