تاند( جمعه، د حوت ۱۵) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي آستازي زلمي خلیلزاد دوحه کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره کتلي.
په دې لیدنه کې پر افغان سوله خبرې شوې دي.
زلمی خلیلزاد کابل ته تر درې ورځني سفر وروسته تېره ورځ دوحې ته لاړ او تمه ده چې هلته به د حکومتي پلاوي تر څنګ طالب آستازو سره هم د سولې اړوند خبرې وکړي.
خلیلزاد هم ویلي وو چې د افغانستان د سولې پر پروسې او د دې پروسې د چټکولو پر لارو چارو د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.
نوموړي تر دې مخکې په تېرو څو ورځو کې په کابل کې د ولسمشر غني په شمول له بېلابېلو اغېزمنو څېرو سره د یوه مشارکتي یا انتقالي حکومت د جوړېدو پر طرحې خبرې وکړې.
خلیلزاد په خپله ویلي دي چې په دې اړه هغو خواوو مثبت نظر درلود چې ده ورسره خبرې کړي دي.
په ورته مهال د ولسي جرګې ځینو غړو هم ویلي وو چې خلیلزاد د مشارکتي حکومت د جوړېدو په صورت کې د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون په اړه ورسره خبرې کړي دي.
د دې جرګې څو غړیو رسنیو ته ویلي چې خلیلزاد ورڅخه غوښتي چې په اساسي قانون کې پر تعدیل غور وکړي.
خلیلزاد په داسې حال کې د سولې لپاره تازه هلې ځلې پیل کړي چې د ولسمشر جو بایډن حکومت د طالبانو او امریکا د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر موافقې بیا کتنه پیل کړې ده.