شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتهیوې چینایي مېرمنې له طلاق وروسته پر خاوند د تېر ژوند حجوره...

یوې چینایي مېرمنې له طلاق وروسته پر خاوند د تېر ژوند حجوره کېښوده

تاند ( جمعه، د کب ۱۵)  راپورونه وایي، یوې چینایي میرمنې تر طلاق وروسته په خپل خاوند د ګډ تېر کړي ژوند په وخت کې د کار پیسې ایښي دي.

د راپورونو له مخې، د چین پلازمینه بیجینګ کې یوې میرمنې خاوند نه تر طلاق کېدو وروسته د هغه پنځه کلونو کار او بچیو ساتلو مقدار غواړي کوم یې چې شریک تېر کړي و .

د معلوماتو له مخې، یو شخص چې میرمنې سره یې ۵ کلونه شریک ژوند کړی و یوې محکمې ته حاضر شو تر څو میرمن ته طلاق ورکړي ، میرمن یې هم طلاق ته راضي شوه خو ویلي یې دي چې تر څو د ګډ ژوند تېرولو د پنځه کلونو حساب ورنه کړي نو خاوند ته طلاق نه ورکوي.

د یادونې ده چې چین کې طلاق باید دواړو خواوو له لوري په رضاعیت ترسره شي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس دې چینایي مېرمنې محکمې ته ویلي چې میړه یې ورسره هیڅ د کور کارونو او بچیو لویولو کې مرسته نه ده کړې نو دې ته باید د پنځه کلونو ۶۰ زره چینایي یوان ورکړي چې د افغانیو په حساب شاوخوا ۲۰ لکه افغانۍ ترې جوړیږي.

سرچینه کاږي، دې ښځې دا هم ویلي که چیرې یې خاوند ورسره کور کارونو کې مرسته کړې وای نو ښایي هغې بیا دا ډول شکایت نه وې کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب