شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاتنهايي پټ قاتل

تنهايي پټ قاتل

ژباړن:جاوید آفتاب

تاسي خپل وخت څنګه تیروئ؟ د خپلې کورنۍ له غړو او دوستانو سره او یا هم یوازې اوسیدل تاسو ته ښه ښکاري؟ که چیرته تاسې ته یوازیتوب غوره ښکاري، نو ډیر ژر د دې عادت پریښودلو په فکر کې شئ ځکه چې په یوه نوې څیړنه کې جوته شوې چې یوازیتوب ستاسې له ژوند څخه میاشتې او کلونه غلا کوي. هغه څوک چی یوازې ژوند تیروي، د هغه عمر تر هغو کسانو کم وي چې له دوستانو سره وخت تیروي.

په یوازې توګه ژوند تیرولو کې له وخت څخه مخکې۵۰ سلنه د مرګ د راتلو امکان شته. د امریکا د یوټا او شمالی کارولینا په پوهنتونو کې د ترسره شوو پلټنو له مخې، چې د ۳ لکه کسانو د ژوند حالات او عادات یې مطالعه کړي او د دې په اړه معلومات له دې څیړنې څخه پخوا ۳۰ کلونو په دوران کې ۱۴۸ مطالعاتي څیړنو څخه لاس ته راغلي چی هغه کسان چی نوې دوستان پیدا کوي او نورو سره تګ راتګ خوښوي، عمر یې نسبت هغه چا ته چې یوازي وي ۳،۹ کاله زیات وی.

د ملګرو پیدا کول او له هغو سره وخت تیرول د صحت لپاره دومره ګټور دی لکه یو څوک چی د تمباکو څکول پریږي. په دې اړوند د څیړنیزې ډلې مشر پروفیسر برټ یوچینو داسې وایې د ملګرتوب جوړول او خلکو سره تګ راتګ په ورځني ژوند کې اسانتیاوې پیدا کوي او د ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته کوي او د انسان په ذهن فشار او پراعصابو باندی د زیات بوج راتلو کې کموالی راځی، چی صحت ته ډیره ګټه رسوي. انسان اکثرا د دوستانو لخوا د ډاډ په ورکولو زړه ته تسکین ورکوي. مثلا : که یو انسان یواځې وي او مریض شي، نو هغه ډاکټر ته ځي او دوا په اخستلو سره ځان ته ډاډ ورکوي، خو که چیرې ستاسو د خپلوانو او دوستانو له جملی څخه وي نو تاسې به هر وخت پر هغه پام کوئ اوهر ځل به ډاډ ګیرنه ورکوئ له همدي سره هغه په اروائي توګه ځان ارام او خوندي احساس وي چې د خوشحالې لپاره ښه موقع ده. کولې شي چی خپلې ستونزې خپلو دوستانو سره شریکې کړي او خپل زړه بوج سپک کړي او دا عوامل د هغه سره د سکون په راوستلو کې مرسته کوي. د مطالعاتي ټیم د ماهرینو وینا ده چې لدې څیړنې دا هم ښکاره شوې ده چې یوازیتوب او مرګ ترمنځ اړیکه د هر عمر ښځي او سړي لپاره یو شان ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب