شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: پاکستان په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره ځانګړی رول...

ولسمشر غني: پاکستان په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره ځانګړی رول لوبولی شي

تاند (جمعه د حوت ۱۵) ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو روان بهیر کومې پایلې ته ونه رسېږي، پاکستان ته به یې له بل هر هېواد ډېر زیان ورسېږي.

ښاغلي غني پرون پنجشنبه د اېکو سازمان سرمشریزې ناستې ته په وینا کې وویل،‌ پاکستان په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره مهم رول لوبولی شي.

نوموړي وویل، د افغانستان د راتلونکي د خوندي کولو لپاره باید نړیوال او سیمه ییز تضمین موجود وي.

هغه د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه په افغانستان کې یو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره یو فرصت شته چې باید ترې ګټه واخیستل شي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د اساسي قانون برلاسي کول او د یو منظم سیاسي بدلون لپاره یو شرط د نړیوالې ټولنې په مرسته باید په دې هېواد کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

د اېکو سازمان دې سرمشریزې ته د پاکستان صدراعظم عمران خان هم وینا وکړه او وې ویل، په افغانستان کې سوله د اېکو سازمان هېوادونو او سیمه کې د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده.

خان هیله وښوده چې د افغان سولې لپاره روانې خبرې به مثبته پایله ولري.

باید وویل چې عمران خان او ګڼو نورو پاکستاني چارواکو څو ځلې مخکې هم ژمنه کړې چې د افغان سولې بهیر د بریا لپاره به پوره هڅې کوي.

ولسمشر اشرف غني په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د طرحه په هکله یو ځل بیا بحثونه ګرم شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا طرحه د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان‌ چارواکو او سیاسي مشرانو سره شریکه کړې ده.

خو افغان ولسمشر د اېکو سازمان سرمشریزې او تر دې مخکې هم په ځلونو ویلي چې واک به د ټاکنو له لارې راتلونکي ولسمشر ته سپاري، ځکه اساسي قانون د کوم بل ډول جوړجاړي یا معاملې اجازه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب