د استاد محمد محق لیکنه
هغوی چې نور تکفیروي، خورا خطرناک رواني ناروغان دي چې د نورو د وینې تویونې او وینې زبېښنې قوي حس لري. هغوی ته ځانونه خدایګوټي ښکاري او فکر کوي حق لري چې خدایي وکړي او له الهي ادرسه د نورو محاکمې ته لاسونه بډ وهي. دوی په رواني رنخ اخته وي او له دې امله چې نور یې له خوښې سره سم مخته نه ځي، سخت ځورېږي. دوی جاهلان دي او د انساني تاریخ له لوړو او ژؤرو ناخبره دي. دوی د اسلامي تاریخ د کلامي بحثونو له دورو هیڅ نه دي خبر، نه پوهېږي چې د اسلام په تاریخ کې د کفر او ایمان په تعریفونو خورا ډېر بحثونه شوي، پرته له دې چې په اړه یې یوه متفق پوهاوي ته پکې رسیدلي وي. د دې دوو موضوعګانو د مفهومي پېچلتیا له امله، نن ورځ له تکفیرپالنې او له دا وړ په انساني وینه مست او جاهلې طبقې له پنجو څخه د تکفیر د خونړۍ وسلې اخیستل د انسانیت شرعي او اړینه فریضه ده. هیڅوک باید حق ونه لري بل ته کافر او بې دینه ووایي. ایمان، تقوا او حقیقي دینداري باطني/غیبي چارې دي، چې یوازې خدای ج پر هغو علم لري، نه کوم بل څوک.
هیح انسان ته د دې صلاحیت نه دی ورکړل شوی چې د نورو عقیدې او باورونه تفتیش او وارزوي څو د محاکمې ډګر ته یې راوکاږي.
په اسلامي نړۍ لید کې هم نړۍ (دارالعمل/د عمل ځای) او (دارالجزا/د جزا ځای) شته چې وروستۍ پریکړه به یوازې هلته او یوازې د هغه رب العالمین له لورې ترسره کېږي.
په دې نړۍ کې، په عام ډؤل د تکفیري وسلې کارؤنه، د خونړیو دروازو له پرانیستلو، د ټولنیز لیریوالي، او د جګړې له رامنخته کېدا پرته د بل هېڅ شی سبب نه شي کېدای. له دې حالته د وتنې لپاره یوازې قانون باید په عمومي او ټولنیزه برخه کې د خلکو د ارزونې صلاحیت لرونکی واووسي.
تکفیر یوازې ګنا نه ده، بلکې دا کړنه پر جهل و حماقت برسیره ستر رزالت هم دی، له همدې کبله یوازې نصیحت او وعظ بسنه نکا، باید د دا وړ وینه څښونکو لېونیانو لپاره ځانګړي او څرګند قوانین وضع شي. ستر لارښود د دوی په باب فرمایلي وو:
لئن أدرکتهم لأقتلنهم قتل عاد
یانې که زه ژؤندی وم او دوی زما لاس ته راولوېدل، د عاد قوم په څېر به یې نیست و نابود کړم.(دا حدیث به صحیحینو کې راغلی).
دا داستعمار لپاره خدمتګار په دی نه پوهیږی چه اسلام دوه برخی لره: عقیده او ظاهره قول او عمل.
دعقیدی خبره پټه ده خو دیوکس قول او عمل دا ښکاره کوی چه هغه داسلام له عقیدتی برخی سره یا موافق دی او یا مخالف.
که دیو کس قول له اسلامی عقیدی سره مخالف وی نو بیا د پورته بی علمه او مغرض دقول په خلاف قضاوت د قران په آیتو کیږی نه په هوی او شخصی مفاد. که بیا هم یو کس نیمه سیکیولر عقیده لری او لمونځ کوی نو بیا هغه مسلمان بلل کیږی او دهغه سیکیولری عقیدی داسلام په خلاف. خو که چیری دا سیکیولر کس داسلام دتعمیل په مقابل خنډ وی نو هغه بیا منافق بلل کیږی. دا مهمه نده چه دا اسلام ضده کس یی منی او که نه
نن سبا دمنافقینو ډلی زیاتی دی او هغوی دتکفیر خبره دمسلمانانو په خلاف استعمالوی. مونږ هیله لرو چه مسلمانان ددوی په لومه کی ونلویږی. دا کسان دتکفیری جماعت نه بددی. دوی هم دتکفیری ټاپی لری او هم نوری.