یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د اونۍ جالب او حیرانوونکي خبرونه

د اونۍ جالب او حیرانوونکي خبرونه

د صوفیه کیف ماشومان (سپي) بچي

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې صوفيه کېف تازه دوه سپي اخيستي او ورسره یې ګډ انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي. صوفيه کېف په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو کړو انځورونو کې ښکاري چې د سیاحت لپاره وتلې ده.

کېف د خپلو دې سپیو په خپل انسټاګرام لیکلي چې دا زما نوي ماشومان (سپي) دي.

هغې زیاته کړې: « سپى خلکو ته بې احسانه مينه ور زده کوي او که تاسې دا لرئ، نو ژوند کې به درته ډېر څه ډېر بد نه وي.»

د هغې ګڼو مینه والو دا انځورونه خوښ کړي او ګڼې تبصرې پرې شوې دي.

په وړیو کې بندۍ مېږه

راپورونه وایي، د استرالیا په ځنګلونو کې یوه مېږه چې نژدې ۳۵ کیلوګرامه وړۍ یې په بدن پورې نښتې وې د ریسکو ادراې کارمندانو له لوري دغه وزن نه خلاصه شوه.

د ریسکو ژغورنې ادراې په دې اړه د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مېږه نژدې ۵ کاله همداسې پاتې شوې وه او د بدن وړۍ یې تر دغې اندازې رسیدلې وې.

دې ډلې د مېږې له وجود څخه ۳۵ کیلوګرامه وړۍ لرې او بیرته د خپل اوسیدو ځای ته لېږدولې ده.

له یادې مېږې څخه ۳۵ کیلو ګرامه وړۍ لرې کول په نړیواله کچه یو نوی رکاډ جوړ شو چې تر دا مهاله نه وو جوړ.

د خپل ځان خپله تښتول

امریکا کې یو ځوان له کاره د پټېدو لپاره ځان خپله تښتولی .

راپورنه وایي، د روانې میاشتې په ۱۰مه نېټه د امریکا په ایریزونا ایالت کې د سولز په نوم یو ۱۹ کلن هلک د پولیسو بیړنۍ شمېرې ته زنګ ووهه، پولیسو ته یې د خپلې تښتونې په اړه راپور ورکړ چې ګواکې دوه مخ پټو کسانو تښتولی دی.

راپورونه زیاتوي چې دې ځوان پولیسو ته ویلي چې تښتوونکو یې پښې – لاسونه تړلي او داسې ځای کې دی چې معلومات ورته نشته.

سرچینه وایي، پولیسو د موبایل موقعیت تر پیدا کولو وروسته هغه سیمې ته ځان ورساوه؛ خو کله چې ورسیدل هلک یوازې پروت و او هیڅوک ورسره ونه لیدل شول.

دې هلک پولیسو ته د دوه مخ پټو کسانو یادونه کړې وه او ورسره یې دا هم ویلي و چې د دوی د خرڅ شوي کور پیسې هم دغو خلکو له ځان سره وړي او دی یې دلته غورځولی پریښی دی.

خو د پولیسو تر څیړنو وروسته معلومه شوه چې دې هلک ځان خپله تښتولی او هیڅوک د ده په تښتونه کې ښکیل نه دي.

پولیسو دا هم ویلي چې دغه هلک د ټايرونو په یوه دوکان کې کار کوه او نور یې نه غوښتل دغه دوکان او کار ته لاړ شي نو دا ډرامه یې جوړه کړې وه.

د ټرمپ په نوم نومول شوی خرس

د اسټرالیا په بریسبان کې دا کوېلا خرسک چې د ناڅرګند دلیل له امله یې پښه پرې شوې وه، د ځنګل د روغتیا مسؤلینو یې د پښې د روغېدو لپاره هڅې وکړې، چې اوس یې ورته مصنوعي پښه جوړه کړې او دا کار کې بریالی شوی دی.

مارلي کرچین چې د یادې سیمې د حیواناتو روغتیا پال دی ویلي، دا خرس «ټرمپ» چې له ستونزې سره مخامخ شوی وو روغ شوی دی.

د نوموړي په خبره د ټرمپ په نوم دغه خرسک د ساوت ویلز له سیمې تر لاسه شو او دوی یې د زخمي پښې د جوړولو لپاره هڅې وکړې.

د زیاتو ماشومانو پر سر جریمه

په داسې حال کې چې په چین کې له دوو څخه د زیاتو ماشومانو زېږول منع دي، خو تازه يوې مور ۷ ماشومان زېږولي چې د حکومت له لوري جریمه شوې ده.

دغه مېرمن پینځه زامن او دوه لورګانې لري، چې عمرونه يې له يوه کال څخه نيولې تر ۱۴ کالونو پورې رسېږي.

دا مېرمن او خاوند یې باید د درېیم ماشوم تر زېږون وروسته، د هر بل ماشوم په زیږولو سره جریمه پرې کړي چې مجموعي جریمه یې ۲۵ مېلیونه چینايي روپۍ (ین) دي.

۳۹ کلنه مور ژینګ راهنګ ډېر ماشومان غواړي، په داسې حال کې چې د دې ماشومانو پلار وایي، دوی پلان لري څو دا بچییان یې لوی شي او بیا به د دوی خدمت کوي.

چین کې له تېر ۲۰۱۶ کال را وروسته له درېیو څخه په زیاتو ماشومانو زېږولو کلک بندیز لګول شوی، چې علت یې په دغه هېواد کې د نفوس زیاتوالی په ګوته شوی دی.

خو هلته لا هم داسې مور او پلار شته چې تر دې ډېر بچیان لري.

په رېکشا کې کور

راپورونه وایي، هند کې یو ۲۴ کلن ځوان په رکشا کې د کور په جوړولو سره د خلکو پام ځان ته ور اړولی دی.

د راپورونو له مخې، د هند د تامل نادو ایالت یو معمار “پربهو” په یوه رکشا کې د اوسېدو د ټولو امکاناتو برابر کور ځان ته جوړ کړی دی.

د معلوماتو له مخې، دا کور په ښکلي شکل سره جوړ شوی چې خوب خونه، پخلنځای، تشناب او د کار ځای هم لري.

سرچینې زیاتوي چې په زړه پورې يې داده، دا رکشایي کور د ۲۵۰ لېټره اوبو یوه زخیره هم لري.

سرچینه کاږي دا رکشایي کور د شمسیو”سولر” برېښنا هم لري چې د لمر په واسطه ترې هر ځای کې ترې ګټه اخیستل کیدای شي.

ممکن د دې کور کتونکي فکر وکړي چې د هندي ځوان پر دې ابادۍ به زیات مصرف شوی وي خو داسې بلکل نه ده.

د معلوماتو له مخې، د پربهو نومي دې هندي ځوان په رکشا کې پر جوړ کړي کور یوازې یولک هندي کلدارې مصرف کړی دی.

راپورونه وایي، د دې کور بنسټګر پربهو غواړي په کم لګښت د کورونو د جوړولو دا پروژه مخکې یوسي، چې د ده په خبره په ښارونو کې د کمو ځمکو په نیولو د کم لګښت پر مټ داسې کورونه جوړ کړي.

دا پروژه او نقشه د هغو خلکو لپاره چې کم عاید لري او اقتصاد یې کمزوری وي، یو غوره او هیله بښونکی خبر دی.

دا ځوان وایي؛ د ده اقتصاد کمزوری دی، فکر یې وکړ، چې څنګه د یوې وړې او کمزوري اقتصاد لرونکې کورنۍ ته سرپنا جوړه کړي، چې په دې هڅه کې بریالی شو.

تیاره کې ځلېدونکی ماهي

ساینسپوهانو نیوزیلینډ ته نږدې په ژورو اوبو یاهم د سمندر د تل په تیارو کې د ځلېدونکو شارک ماهیانو درې ډولونه موندلي دي.

ویل کېږي چې په دې ډولونو کې د کایټ فین په نوم شارک هم شامل دي، چې په تیارو کې د ځلېدونکو حیواناتو له جملې څخه ترټولو غټ حیوان یاهم د ملا د تېر لرونکي حیواناتو له جملې څخه ترټولو غټ حیوان ګڼل کېږي.

ساینسپوهانو وایي چې د سمندري حیواناتو په پېژندلو کې یې دغه موندنع ډېره مهمه ده، ځکه چې د ځمکې پر مخ په سمندري حیواناتو ډېرې لږې څېړنې ترسره شوي او دا موندنه به یې په پېژندلو کې ډېره مرسته وکړي.

وېروونکی ماسک

د کورونا د وایروس د خپرېدو سره سم د ماسک استعمال یا کارول هم دومره ډېر شول، چې په بازارونو او مارکیټونو کې یې موندل د آب حیات د چینې په څېر ول یاهم نرخونه یې دومره لوړ شول چې اخیستل یې د غریبو کسانو لپاره له آسمان سره د سر جنګولو په څېر ول.

په دې دوران کې ګڼو خلکو خواري وکړه او په کورونو کې د ځان لپاره له ټوتو څخه ماسکونه جوړ کړل، ډېرو هیوادونو بیا ورته ځانګړې کارخانې جوړې کړې ترڅو د خلکو اړتیاوې پوره کړي، چې بیا کارخانو هم د خلکو اړتیا او ذوقونو ته په کتلو سره ډول ډول ماسکونه جوړ او مارکیټ ته وړاندې کړل.

د نړۍ شتمن سپی

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی، چې په شخصي درې سوه پنځه اویا میلونه ډالره سرمایه لري.

ویل کېږي چې دا کیسه په ۱۹۹۲ کال هغه وخت پیل شوه کله چې د امریکا اوسېدونکی او شهرت ترلاسه کوونکی شهزادګۍ کارلوتا لایبنشټاین مړه شوه، کارلوتا وصیت کړی و، چې د سلو میلونو ټول شتمني یې سپي ته چې ګنتر دویم نومېږي، په میراث کې ورکړئ.

د امریکا د قانون له مخې له انسانانو پرته کوم بل حیوان شتمني یا سرمایه نه شي ساتلی، خو داسې بیا کیدلی شي چې د یو چا د وصیت یا میراث له مخې حیوان هم د سرمایې یا شتمنۍ څښتن شي، چې شهزادګۍ کارلوتا هم دغه لار غوره کړې.

ویل کېږي چې د وصیت د پرځای کولو او په شتمنۍ د ډېروالی راوستلو لپاره یې د اقتصاد پوهانو یوه ډوله ټاکلې چې په ډېرې ایماندارۍ سره کار کوي، چې له تېرو دیرش کلونو یې شتمني څلور برابره ډېره شوې او د (ګنتر کورنۍ) د نړۍ له شتمنو سپیو څخه شمېرل شوي.

بمونو کې ګلان

یوې فلسطینۍ میرمنې په ماینونو (بمونو) کې ګلونه کرلي

اوس به ماین یا بم نه چاودېږي، بلکې ګلونه به زرغونوي، په فلسطین کې یو میرمنې یو داسې حیرانوونکې کار ترسره کړی، چې په سبب یې نه یوازې دا چې ټول خلک حیران کړي بلکې نړۍ ته یې د آمن او سولې پیغام هم ورکړی.

د کلونو راهیسې د اسراییلو له لوري په فلسطینیانو ظلمونه روان دی او د فلسطین ځمکه یې د بمونو څخه ډک کړې، خو یوې فلسطینۍ میرمنې همدغه بمونه را اخیستي او په حیرانوونکې توګه یې ورڅخه ګټه اخیستې.

ویل کېږي چې یوې فلسطینۍ میرمنې د بمونو یا ماینونو ټوټې راټولې کړي، له خاورو یې ډکې کړي او په بېلابېلو ډولونو ګلان یې ور پکې کرلي دي.

راپورونه وایي، چې دغه میرمنې په دومره اندازه ګلونه ور پکې کرلي، چې د تباهۍ پرځای یې ترې خوشبو خورېږي او د انسان د خوشحالۍ سبب ګرځي او په دې ډول یې نړۍ د سولې او آمن پیغام ورکړی دی.

د نړۍ په تاریخ کې ډېر ویښتان

هره ورځ پر انټرنیټ یا ټولنیزو رسنیو داسې تصویرونه او عکسونه ترسترګو کېږي، چې لېدونکو یې په لېدلو د حیرانۍ احساس کوي.

په دې ورځو کې هم په ټولنیزو رسنیو یو تصویر خپور شوی، چې له مخې یې لېدل کېږي چې په ډېره اندازه ویښتان په یو موټر کې بار شوي او لېدونکې یې په اړه ډول ډول څرګندونې کوي، خو اوسمهال د ګنیز یاهم د نړیوالو ریکارډونو د ثبت ادارې یې په اړه وضاحت ورکړی.

د ریکارډونو د ثبت ادارې پخپله ټویټر پاڼه ویلي، چې په تصویر کې څرګندونکې ویښتان په اصل کې د انسان ویښتان دي.

د نړیوالو ریکارډونو د ثبت اداره زیاتوي، چې دا په نړۍ کې تر اوسه پورې دا د انسان ویښتانو ترټولو ډېر اندازه یا ویښتان دی چې ۷۵.۷ کیلو ګرامه وزن لري.

د جي ډبلیو آر د راپور له مخې ویل کېږي، چې دا ویښتان د امریکا د شمالي کیلورینا د چارلس ټین د سیمې یو اوسیدونکې هینري کوفیر د پنځو کلونو په موده کې راټول کړي دي.

د ۹۰ کلنې مېرمنې رېکارډ

نوې (۹۰) کلنې جاپانۍ میرمنې د ویډیویي ګیمونو په کولو د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې خپل نوم ثبت کړ

نن سبا د ټیکنالوژۍ او انټرنیټ په دې دور کې ډېرو کارونو انلاین بڼه غوره کړې او زموږ پر ژوند یې دومره اغېزې ښیندلي، چې یوه دقیقه مو هم پرته له انټرنیټ او ټیکنالوژۍ څخه نه تېرېږي او د هر عمر لرونکی یعنې ماشوم، ځوان او زوړ ورڅخه ګټه اخلي.

دغه راز د ګټې اخیستنې ترڅنګ د ساعت تېرۍ او لوبو لپاره هم له ټیکنالوژۍ او انترنیټ څخه ګټه اخیستل کېږي او ډېر خلک یې لېوني مینوال دي، چې یو ښه مثال یې یوه جاپانۍ میرمن ده چې د عمر نوي (۹۰) کلونو ته په رسېدو سره بیاهم د ویډیویي ګیمونو یا لوبو لېونۍ مینه لري او د نړۍ پخوانۍ ګیمره یا لوبه کوونکې ګڼل کېږي.

هماکو موري چې ۲۵۰۰۰۰ د یوټیوب کاروونکې یې د ګیمرې نیا یا د لوبې کوونکې نیا په نوم سره پېژنې، نوموړې نهه دیرش کاله دمخه په ګیم کولو پیل وکړ او بیا یې دغه شوق له حده واوښت او اوسمهال نوي (۹۰) کلونو ته په رسېدو سره بیاهم ویډیو لوبې یا ګیمونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب