شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکندهار کې ۲۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار کې ۲۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( جمعه، د کب ۱۵)  د افغانستان ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې ۲۹ وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب او پنجوايې ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي دي.

خبرپاڼه وایي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي چې د یادو عملیاتو پر مهال د ارغنداب ولسوالي پراخه سېمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ترسره شویو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو ۲ قرارګاوې او ۲ موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالي کې د طالبانو له خوا ۱۷ خښ شوي ماینونه د ملي اردو انجینرۍ ټیم له لورې کشف او شنډ شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د ملي دفاع وزارت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې کندهار ولایت دې وروستیو کې د سختو جګړو شاهد وو او د طالبانو سربېره ترې د ملي ځواکونو د مرګ ژوبلو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب