شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهجرمني: د بهرنیو سرتېرو وتل به د دې لامل شي چې طالبان...

جرمني: د بهرنیو سرتېرو وتل به د دې لامل شي چې طالبان جګړو ته مخه کړي

تاند (جمعه د حوت ۱۵) جرمني وایي، نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو سرتېرو د وتلو مخه ونیسي.

دغه څرګندونې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون پنجشنبه د دغه هیواد په پارلمان کې وکړې.

ماس وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ماموریت باید په مسؤلانه توګه پای ته ورسول شي او له دغه هیواده په بېړه د سرتیرو اېستل کېدای شي د طالبانو په ګټه تمام شي.

نوموړي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اوسني مذاکرات په دغه هیواد کې د سولې ټینګښت لپاره وروستی چانس وباله او زیاته یې کړه چې دغه فرصت باید ضایع نه شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، په افغانستان کې د نړیوالو سرتېرو حضور د فشار یو تر ټولو مهمه وسیله ده چې په وینا طالبان له نړیوال فشار پرته د یو سیاسي هواري لپاره د جګړې پای ته رسېدو ته حاضر نه شي.

هایکو ماس وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتل به د دې لامل شي چې طالبان د سولې خبرو پر ځای جګړې ته دوام ورکړي.

د جرمني کابینې تېره اونۍ په افغانستان کې د خپلو سرتیرو حضور د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۳۱ وغځاوه.

د معلوماتو پر اساس جرمني اوسمهال په افغانستان کې ۱۱۰۰ تنه سرتیري لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب