تاند(جمعه، د حوت ۱۵) د حزب اسلامي ګوند پلویانو نن د یو سوله ییز لاریون پرمهال د خپلو غوښتنو د عملي کېدو لپاره حکومت ته لس ورځنی ضرب الاجل وټاکه.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې په کابل کې یې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل، که حکومت یې تر راتلونکو لسو ورځو پورې غوښتنې ونه مني، نو په ټول هېواد کې به پراخ لاریونونه پیل کړي.
ګلبدین حکمتیار وایي، اوسنی حکومت د وضعیت د مهار توان نه لري او د سولې مخالف دی، نو اړتیاده چې نوی حکومت رامنځ ته شي او د سولې پروسه د نوي حکومت ترچتر لاندې پرمخ یوړل شي.
د حزب اسلامي مشر وایي، افغان حکومت د سولې پر وړاندې خنډ دی او نه غواړي چې د سولې پروسه بریالی شي.
د حزب اسلامي د پلویانو په لاریون کې یو شمېر ښځو هم برخه اخیستې وه.
ګډونوالې ښځې وایي نور له جنګ ستړې دي او د جګړې ښکېل لوري دې نور اوربند وکړي.
پر ټولنیزه مېډیا هم د حزب اسلامي لاریون غبرګونونه راپارولي، ځینې یې پلویتوب خو ځینې یې بیا په دې حساس وخت ناسم کار بولي.
یو څو اړین ( زما په ډنګر ذهن ) ټکی:
۱ – د بشر د ټول تاریخ او جغرافیا په غېږه کی۳۰ میلونه انسانان ( افغانان ) یوازنی مخلوقات دی چی د دوه نیم میلیارډه انسانانو ( چینایانو، هندیانو، شورویانو، پنجابیانو، ایرانیانو) سره ګډه پوله او سرحد لری البته د ستراتژیکی حِرص او طمع ( تمی ) له نظره دا سرحدونه د اوو دریابونو په اندازه اوږده دی چی ترکیه او خلیجی او اروپائی ( خصوصاً لندن ) هیوادونه او امریکه ددې حریصی او تحریصی کمربند سوریان او غُټه تشکیلوی.
۲- د ۳۰ میلونه انسانانو مغزی او اوږه او غاړه او پښې او د سترګو دید او د غوږو اورَوَنه به دومره توان ونلری چی ددې ( دوه نیم میلیارډو ښکاره او درې میلیارډه پټو او ناښکاره ) ګاونډیانو او تربورانو او اخښیانو د ښکار او صید حواس کنټرول او یا تشخیص کړای سی.
۳- ددې درو میلیارډو د خپل منځی سختو رقابتونو او سیالیو څرنګوالی او کیفیت ته په کتو سره بیاهم یوه معجزه ده چی دا ۳۰ میلونه انسانان تر اوسه یا ژوندی دی او یا د هراړخیز موجودیت او شتون ادعا ئې جدّی نیولې سوېده.
۴- دا ۳۰ میلونه انسانان ددې درو میلیارډو انسانانو څخه اوری یو څه خو وینی بل څه ، چی البته دا به د هغوی ( د درو میلیارډه انسانانو د لوبی د قواعدو یوه برخه وی ) .
را به سو اصلی خبری ته:
زموږ په هیواد کی د روانو شلو لسیزو په اوږدو کی د ډول ډول لوبغاړو لخوا دومره سیاسی – اکروباتیک – هنرمندانه حرکات تر سره سوی دی چی د حیرت او د تعجب ګِراف ئې د هالیووډ او بالیووډ تر ټولو فلمونو د نندارې تر تعجب لوړ او جګ دی ( خصوصاً هغه لوبی چی دې دوه نیم میلیارډه انسانانو پخپلو منځو کی تر سره کړی دی ).
څو وړوکی نمونې:
امان الله خان ئې د ځانو میلمه او د لندن او پاریس پر پیغلی ئې مین کړ خو وروسته ئې د مینی په ګېډه کی ” مَیْن ” ور ته تعبیه کړ او هوا ته ئې واستاوه.
د بغاوت اصلی لیډران ئې پښتانه مُلایان او روحانیون! وه خو د بغاوت رسمی مُهر د تاجِک کلکانی په جیب کی ور کېښودل سو او وروسته ئې بیرته همدا خر تاجک کلکانی په خره پښتانه وځاپه او پر شاهی تخت ئې هغه څوک کېناوه کوم چی نه پښتون ؤ ( حداقل له ژبنی نظره) او نه تاجک.
شپېته کاله به تفریح واخلو او نه به ږغیږو ( چی دا هم د تعجب او حیرت یو کارنیوال ؤ ) او یو بل کارنیوال ته سر ور دننه کړو:
عین د کلکانی سناریو بیا تکرار سوه ( په لږ کمی او کیفی توپیر ) ، موهوم امیرالمؤمنین ئې د افغان پر سرنوشت حاکم کړ خو څلور پنځه کاله وروسته ئې د نسخې محتوا یا د پټو رقابتونو څرنګوالی د طالب د حذف لامل وګرځید او بله سناریو را منځته سوه، په سناریو کی بله سناریو را منځته سوه ( طالب په ۴۸ ساعته کی د وطن څخه فرار ته مجبوره سو، خو بیا په مرموزه توګه مصنوعی تنفس ورکړه سو او د ۲۰ کلونو په اوږدو کی ئې د حذف! توان هغه چا نه دی موندلئ کوم چی طالب ئې په ۴۸ ساعتونو کی خلع ید کړ ( دې ته وائی عجیبی لوبی) .
په قطر کی د امریکائی او طالب لوری لخوا توافق لاسلیک سو ( د تېر کال د فبروری پر ۲۹ مه) .
تېر کال کبیسه کال ؤ، د فبروری میاشت ۲۹ ورځی او د حوت یا کب میاشت ۳۰ ورځی وه، درې نور کلونه به د فبروری ۲۹ شتون ونلری
نو
کیسه دا ده چی
طالب جان خو هجری شمسی نېټه نه کاروی بلکه قمری نېټه کاروی او له بلی خوا به درې نور کلونه به د فبروری ۲۹ نه سی تر سترګو
نتیجتاً:
طالب جان ۳ کاله د قطر د توافق د صوری بریالیتوب! د کلیزی او ورځی د لمانځنی د ویاړ څخه بې برخی دئ او د نورو درو کلونو په اوږدو کی به د طالب جان مالب جان رول او دنده او سرنوشت او ماموریت بله بڼه واخلی.
له بلی خوا:
حکمتیارلالا پنځه کاله د خپلو غوښتنو د مطرح کولو لپاره نه جدّی اقدام کړی دئ او نه جدّی ګواښ نو دا چی نن ئې دې کار ته ملا تړلې ده معنی به ئې دا وی چی د نوو لوبو په فورمول کی ور ته نوئ ماموریت سپارل سویدئ.
ډیری مرموزی لوبی په لیاره لوېدلی دی چی څه به پېښه سی.
د خپلو ګوتو د ستړیا او د ګران لوستونکی د حوصلې د مزاحمت څخه می مقصد د تبصرې د وروستیو پنځو شپږو کرښو بیان ؤ او بس.