یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد مخابراتي خدمتونو ادارې د اي سيم ازمېښتي استعمال پيل کړ

د مخابراتي خدمتونو ادارې د اي سيم ازمېښتي استعمال پيل کړ

تاند (جمعه د حوت ۱۵) د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) عمومي رییس عمر منصور انصاري په افغانستان کې اي سیم یا نغښتی سیم کارډ ترلاسه کړ.

دا مطلب ښاغلي انصاري د اترا له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې څرګند کړی او ویلي یې دي چې ژر به د ۶۰ نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم اي سیم یا نغښتی سیم (embedded) کارډ د فزیکي سیم کارډونو ځای ونیسي.

اترا په خپله اعلامیه کې ویلي چې په هېواد کې د نغښتي سیم کارډ په دودېدلو سره به د موبایل، ټابلېټ، کمپیوټر په شمول د لا نورو برېښنایي وسایلو اتصال ته لاره هواره شي.

اي سیم د سیم ټکنالوجۍ نوې او پرمختللې بڼه ده، چې  په موبایل ټلیفون کې د فزیکی سیم کارډ له اچولو پرته موبایل د ځانګړي QR کوډ په داخلولو له اړوندې مخابراتي شبکې سره نښلي.

د اي سیم  چې د (Embedded Subscriber Identity Module) مخفف دی په لرلو سره اړتیا نه پېښېږي چې څوک په خپل ټلیفون کې فزیکي سیم کارډ وګرځوي او یا هم موبایل تولیدوونکې کمپنۍ په خپل تولید کړي موبایل کې د سیم کارډ د ایښودلو لپاره ځای پرېږدي.

دغه راز، د اي سیم په راتګ سره به د متعددو فزیکي سیم کارډونو درلودلو ته اړتیا نه وي، نه به د سیم کارډ د ورکېدو وېره او د سفر پر مهال له یوه هېواد څخه بل ته په رسېدلو سره د سیم کارډ بدلولو ته اړتیا وي، ځکه کارونکی له مخابراتي شبکې څخه ترلاسه کړی ځانګړی کوډ په موبایل کې ځای پر ځای کوي او له غوښتې شبکې سره وصلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب