یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته جایزې ورکوي

امریکا ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته جایزې ورکوي

تاد (جمه د حوت ۱۵) د امریکا متحده ایالتونو لومړۍ مېرمن جل بایډن د مارچ د اتمې په مناسبت چې د ښځو د نړیوالې ورځې سره برابره ده، ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د زړورتوب کلنۍ جایزه ورکوي.

په کابل کې د متحده ایالتونو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه جایزې د دې لپاره د دغو مېرمنو په نوم کیږي چې د خپل ژوند لویه برخه یې افغانانو ته د هوسا ژوند برابرولو کې زیار باسلی دی.

په دې لېست کې د انعکاس ټلوېزیون وژل شوې خبریاله ملاله میوند، وژل شوې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ، کندهار کې د ښځینه زندان وژل شوې ساتونکې فرشته، د ملي امنیت ادارې د جنډر مشره جنرال شرمیلا فروغ، په غزني کې د پولیسو وژل شوې افسره فاطمه رجبي، د افغانستان بشري حقوقو خپلواک کمیسیون وژل شوې کارکوونکې فاطمه نتاشا خلیل او لرې پرتو سیمو ته مرسته رسوونکې مریم نورزاد شاملې دي.

د امریکا حکومت په داسې حال کې وژل شویو افغان میرمنو ته د زړورتوب جایزې ورکوي چې اوس هم د نارینه وو تر څنګ ښځینه فعالانې، خبریالانې، ډاکترانې د هدفي وژنو ښکار کېږي.

په روانه اونۍ کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون درې کارکوونکې هغه مهال چې له دندې کورته په لاره وې د وسله والو په برید کې ووژل شوې.

له دې پېښې وروسته په همدې اونۍ کې یوه ډاکتره د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شوه.

که څه هم طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي او مسؤلیت یې داعش ډلې منلی، خو حکومت یې د طالبانو کار بولي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ کال د زړورو مېرمنو جایزه د نړۍ په کچه د یو شمېر نورو هېوادونو فعالو مېرمنو ته هم ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب