سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهمیرکلام وزیر او اشفاق وزیر ته د افغانستان د امن کنفرانس کې...

میرکلام وزیر او اشفاق وزیر ته د افغانستان د امن کنفرانس کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه

تاند (جمعه د حوت ۱۵) د پښتونخوا سياسي، ولسي او فرهنګي مشران په دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون په موخه کابل ته راورسيدل.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغو مشرانو ته  د حامد کرزي په نړیوال هوايې ډګر کې د یاد وزارت مشرتابه پلاوي، ګڼو دولتي چارواکو او قومي او سياسي مشرانو ښه راغلاست او هرکلی ووایه.

ددغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې دغه سياسي، فرهنګي او ولسي مشران په هغې دوه ورځني کنفرانس کې ګډون او ويناوې وکړي چې د امن او ثبات تر عنوان لاندې په کابل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا جوړيږي.

خبرپاڼه زیاتوي، د کنفرانس ګډونکوونکي به په افغانستان کې د تلپاتې سولې غږ اوچت کړي او هم به د لر او بر مشران په کې د سولې د بېلابېلو اړخونو او په دې برخه کې د پرتو ستونزو په هکله خبرې وکړې.

بله خوا د ولايتي پارلمان غړی میرکلام وزیر او اشفاق وزیر د اسلام اباد په هوایي ډګر کې د افغانستان د امن او ثبات په کنفرانس کې له ګډون کولو څخه منعه کړی شوي دي.

میر کلام وزیر پر خپل ټویتر لیکلي چې دوی د افغانستان د امن کنفرانس کې د ګډون په موخه کابل ته تله، خو په اسلام اباد هوايي ډګر کې یې مخه ونیول شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب