دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeداسې هم شتهاوس روباټ هم ستاسو خبرې اوري

اوس روباټ هم ستاسو خبرې اوري

تاند ( جمعه، د کب ۱۵)  د تل ابیب پوهنتون ساینسپوهانو خبر ورکړی چې دوی یوه هڅه کړې او د مړو شویو ملخانو غوږونه یې له روباټ سره وصل کړي او په دې توګه بریالي شوي، ترڅو دا تجربه یې بریالۍ شي.

دوی وایي؛ کله چې دوی د ملخانو د غوږونو د اورېدو برخه له روباټ سره وصل کړه، نو د اورېدلو لپاره روباټ برښنایي نښې ورکړې او دا یې ثابته کړه، چې دا کار بریالی کېږي.

د لبناني ساینسپوهانو دا ډله وایي، چې دوی تر ډېر فکر او پلټنو وروسته د ملخ د اورېدو د حیث تر پېژندو وروسته پر دې کار لاس پورې کړ او تر دې مخکې یې د یو شمېر څارویو پر اړوند برخه هم خپلې هڅې کړې وې، خو بریالۍ نه وې.

دوی وایي، د ملخانو د غږ اورېدو او جذب قوه یې له برېښنا سره وصل کړه او دا وصل یې مثبت سګنال ورکړ او دوی هڅه کوي، تر څو د روباټ لپاره د ملخانو د غږ کشونې/غږ اخېستنې ټوټه نصب کړي، چې پر مټ به یې روباټونه د انسانانو او نورو غږونه واوري او بیا به یې پر وخت د ځواب ورکونې په برخه هم کار وکړي.

دا نوې څېړنه ثابتوي چې په مصنوعي توګه د روباټ لپاره د اورېدو د هڅو وروسته په رښتینې توګه د غږ اورېدو اقدام وشي.

د معلوماتو له مخې، دا ساینس پوهان هڅه کوي چې د مایکروفون پر ځای د حشراتو اصلي غوږونه د غږ اورېدو لپاره په روباټ کې وکاروي.

باید وویل شي چې روباټ هغه برېښنایي اله ده چې د انسان د جسم په شکل جوړېږي او تر ډېره پورې د انسانانو ځینې مهم کارونه لکه په هوټلونو کې خدمت، په لویو شرکتونو کې د مواصلاتو او توکو ځای پر ځای کول او له یو ځای څخه بل ځای ته د توکو انتقال او ځینې نور کارونه په ښه ډول تر سره کوي.

که د لبناني ساینسپوهانو دا هڅه بریالۍ شي، نو روباټ به هر څه په منظم شکل واوري او بیا به یې د خبرو کولو په اړه هم څېړنې او هڅې هم پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب