جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسکورونا معلوموونکي ماسکونه جوړېږي

کورونا معلوموونکي ماسکونه جوړېږي

تاند (شنبه. د ثور ۲۷) د امریکا په متحدو ایالتونو کې ساینس څېړونکي د داسې ماسکونو پر جوړولو بوخت دي چې که اغوستونکی یې د کورونا په وایرس له اخته کس سره مخامخ شي، نو ځلېدونکې رڼا خپروي.

د بریتانیا د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د هارورډ پوهنتون څېړونکي د دغو ماسکونو پر جوړولو کار کوي.

د دې هدف لپاره د ماسک د ټوکر په تنسته او بوده کې داسې سینسرونه اوبدل کېږي چې د سا ایستلو په مهال د ماسک کاروونکي ته معلومېږي چې کورونا وایرس یې په شاوخوا کې شته.

ماسک فلورسینټ وړانګه خپروي.

ساینسپوهان وايي چې د دې اختراع له نهايي کېدو وروسته به د دې پر ځای چې د خلکو د بدن تودوښه اندازه کړل شي، په اسانه د کووید -۱۹ ناروغان څرګندېږي.

د امریکا د هارورډ او آین آی ټي پوهنتونونو څېړونکي اوايي چې له دې سیستم څخه په عامه ترانسپورت کې هم کار اخیستل کېدای شي.

د دې طرحې یو څېړونکی جیم کالینز وايي، د عامه ترانسپورت د کار له پیلېدو سره سم له دې سیستم (الو) څخه په هوايي ډګرونو کې هم کار اخیستل کېدای شي.

دې ته له ورته ټکنالوزۍ څخه په ۲۰۱۶ م کال له زیکا او ابولا وایرسونو سره د مقابلې لپاره کار اخیستل شوی و.

د ښاغلي کالینز په وینا د دې ډول الو پر جوړولو څه کم یو ډالره لګښت راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب