دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد ساینسپوهانو نوښت: دا پنل په لمریزي انرژۍ کې انقلاب راولي

د ساینسپوهانو نوښت: دا پنل په لمریزي انرژۍ کې انقلاب راولي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې لومړۍ) د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون د فزیک د څانګې ساینسپوهانو د برېښنا د تولید لپاره خورا کوچنی پنل جوړ کړی چې په هر ځای کې کارول کېدای شي.

د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، دا ډېر نازک او د لمر جذبوونکی پنل قاتېدای هم شي چې پر هر جسم کېښودل شي.

د لمریزې انرژۍ د اوسنیو غټو شیشو یا پنلونو دوه برابره انرژي تولیدولی شي.

دا پینل به د لمریزو پنلونو د فارمونو اړتیا کمه کړي چې د مځکې لویې برخې نیسي او یا د خلکو د کورونو ټول بامونه پوښي.

دا ټکنالوژي په یو مهم وخت کې اختراع شوې ځکه چې اقلیمي بدلون په چټکۍ سره مځکه تودوي او نړۍ دې ته اړ کوي چې د پاکې انرژۍ په لور حرکت ګړندی کړي.

دا پنل د پیرووسکیټ په نوم موادو څخه جوړ شوی چې د سیلیکون لرونکو پینلونو په پرتله د لمر ډېره انرژي جذبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب