پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+غذا او غزا | زهير سپېڅلی

غذا او غزا | زهير سپېڅلی

«غذا» او «غزا» دواړه ښځينه نومونه دي، دوې- دوې څپې لري. په شکل کي په (ذ) او (ز) کي توپير لري.
جمع ئې په (وي او ګاني) دواړو کېږي.
غذا/خواړه، د خوړو شی، ډوډۍ يا نور خوراکي توکي.
غزا/د دين له دښمن سره جګړه، جهاد. هغه جګړه چي نبي کريم ص برخه پکي اخيستې وي.
مثالونه:
د غذايي موادو قيمت ورځ په ورځ لوړ ځي.
ماشومانو ته  بايد سالمه غذا ورسېږي.
رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په ډېرو غزاګانو کي شرکت کړی دی.
د بـــدر  په غزا کي د مسلمانانو  شمېر (۳۱۳) تنه وو.
«نبوي سيرت يو لړ زياتی مزايا او ځانګړتياوي لري، چي د هغو مطالعه کول لوستونکي ته روحي، عقلي او تاريخي غذا ګرزي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب