دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+پاسته زړونه پولادي مازغه کتاب چاپ شو

پاسته زړونه پولادي مازغه کتاب چاپ شو

په کابل کې د اکسوس خپرندویه ټولنه وايي چې د ډاکټر عیسی ستانکزي اثر پاسته زړونه پولادي مازغه کتاب یې چاپ کړی دی.

دغه کتاب ډاکټر صاحب عیسی ستانکزي د خپلو علمي تجربو او دغه راز د اروپا د معتبرو کتابونو او علمي پاڼو د سرچینو په اساس لیکلی.

په دې کتاب کې د مازغو اناتومي، دندې او د پیاوړتیا لارې چارې په اسانه پښتو ژبه بیان شوې دي.

ډاکټر ستانکزی د کتاب د محتوا په هکله وایي: هڅه مې کړې چې د مازغو جوړښت او فزیولوجي یا دندې او فعالیت په عامه ژبه مخاطب ته وړاندې کړم. د انسان د مازغو اهمیت له دې څرګندیږي چې تر اوسه د کایناتو تر ټولو پیچلې او خارق العاده ښکارنده ګڼل شوې. دغسې یو جوړښت ته په پام سره په یوه کتاب کې ټولو جزیات نه شي راتللی خو د ننۍ پرمختللې نړۍ اړتیاوو او د مصنوعي ځیرکتیا انقلاب ته په پام سره هر انسان باید په دې پوه شي چې مازغه یې څه ډول دي او کومې دندې لري.

پر دې سربېره کتاب پر دې هم بحث کوي څنګه د بدن د نورو غړیو په شان مازغه هم پیاوړي کولی شو.
لیکوال او خپرندوی د دغه کتاب لوستل د هر افغان لپاره اړین بولي. وایي زموږ د ډېرو ستونزو اصلي ریښې د سالم بدن او سالمو مازغو د نه شتون له امله دي.

هر پیاوړی او تکړه انسان پولادي مازغه لري او د پولادي مازغو خاوندان تل پاسته زړونه لري. دا چې ولې زموږ مازغه اهمیت لري او څومره پیچلي دي، څه ډول خپلې دندې پر مخ بیایي، څنګه سپورټ او منظم تمرینونه د بدن د نورو غړیو په شان د مازغو په پیاوړتیا کې مرسته کوي هغه څه دي چې پولادي مازغه او پاسته زړونه پرې بحث کوي.

ډاکټر عیسی ستانکزي د سینوهه په څېر مهم اثار په پښتو ژبه پخوا وړاندې کړي دي چې خورا ډېر هرکلی یې شوی دی. د دوی نثر روان او په اسانۍ د پوهېدا وړ دی.

پاسته زړونه او پولادي مازغه د اوس لپاره په کابل کې له اکسوس کتابپلورنځي او ډېر ژر د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې له کتابپلورنځیو ترلاسه کېدای شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب