پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهنولس افغان محصلانې د طبي زده کړو د دوام لپاره سکاټلنډ ته...

نولس افغان محصلانې د طبي زده کړو د دوام لپاره سکاټلنډ ته ورسېدې

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳۱ مه) نولس افغان محصلانې د سکاټلینډ پلازمینې اډینبرګ ته رسېدلي چې د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په مرسته خپلو طبی زده کړې ته دوام ورکړي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ټولې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع شوي دي. د هغوی په منځ کې داسي نجونې هم شاملې دي چې د طب پوهنځي په وروستي کال یا د ستاژ په دوره کې وې.

سکاټلنډ ته د زده کړو د بشپړولو لپاره نولس تللې محصلانې هم د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د خپلو زده کړو له دوام څخه د بې برخې شویو محصلانو په ډله کې شاملې دي.

د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا محصلانې له کابل، د میدان وردګ د بهسودو، دایکنډي او بامیان ولایتونو څخه د پاکستان له لارې بریتانیا ته لیږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، له درې کلنې هڅې وروسته یې دا نجلۍ سکاټلینډ ته ولېږدولې.

۱۹ کلنه زهرا حسیني، چې د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته یې د طب لومړی کال بشپړ کړ، وویل، هیله لري چې د هغې کور به تر هغه وخته خوندي وي چې افغانستان ته راستنېږي.

 لینډا نورګرو د یوې مرستندویې نوم دی چې په۲۰۱۰ کال کې وتښتول شوه او بیا په کونړ ولایت کې ووژل شوه. د هغې په نوم دا بنسټ د هغې موروپلار جوړ کړی دی.

د هغې مور و پلار وايي چې دا بسنټ یې د خپلې لور په نوم په دې هدف جوړ کړی چې له افغان نجونو سره مرستو ته دوام ورکړي.

2 COMMENTS

  1. ددې موسسی د کور ودان وي ، زه یې ډیر ډیر منندوی یم چې زمونږ نجونو ته د تحصیل لاره برابره وي ، نالت په سپوژن طالب چې د حیوان په دود ژوند او غیر انساني عمل کوي !

  2. طالب یانې توره، کرغیړنه او وروسته پاتې غیرې انساني مفکوره. ای ملته طالب که تاسو ته ځان مسلمان معرفي کوي غلط پرې نه شي ځکه انسانیت د اسلامیت لومړی شرط دی مګر دوی انسانیت نلري. دوی مطلق د افغان هویت ورکولو لپاره کار کوي او باید مخه یې ونیسئ کنه داسې فکر وکړي چې په ژوندینه ددوزخ تورې کندې ته مو وراچوي. اوس هم د ملت ژوند د مړي په څیر دی کار ډوډۍ او ژوند نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب