پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاروپايي اتحادیې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۱۳ لکه ډالر...

اروپايي اتحادیې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۱۳ لکه ډالر ورکړل

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳۱ مه) په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې د اروپایي اتحادیې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو ادارې د افغانستان د بشري مرستو بسپنې (صندوق) ته 1.3 ملیون ډالر مرسته کړې ده.

اوچا ویلي چې دوامداره مرسته به د افغانانو ژوند وژغوري.

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (OCHA) د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۲۲ مه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلی چې د اروپایي اتحادیې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو ادارې له ۲۰۲۲ کال راهیسې ټولټال ۷.۱۷ میلیون یورو مرسته کړې ده.

تر دې مخکې د بشري مرستو نړیوال سازمان ویلي وو چې تېر کال د افغانستان د بشري مرستو صندوق ۸۱.۶ میلیون ډالره مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا کابو دوې اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې په روان ۲۰۲۴ کال کې دوی د افغانستان لپاره د څه باندې ۳ میلیارد ډالرو بشري مرستې غوښتنه کړې خو نړیوالې ټولنې د دط پیسو یوازې ۲۵ سلنه ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب