دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهسپېس ایکس ۲۲ سپوږمکۍ مدار ته واستولې

سپېس ایکس ۲۲ سپوږمکۍ مدار ته واستولې

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳۱ مه) سپیس ایکس د انترنیټ لپاره د خپل سټار لینک یو شمېر نورې سپوږمکۍ د نوي فالکون 9 توغندي په وسیله مدار ته ورسولې.

د Space.com د راپور له مخې، د سپیس ایکس فالکون 9 راکټ د فلوریډا په کیپ کینویرال کې فضا ته وتوغول شو، او د سټارلینک ۲۲سپوږمکۍ یې مدار ته یووړې.

د توغندي له توغېدو شاوخوا اته دقیقې وروسته، د فالکون 9 راکټ لومړۍ مرحله مځکې ته راوګرځېده او په اتلانتیک سمندر کې د سپیس ایکس د ګریواټس په بې ماڼو (ډرون) کښتۍ کې راکښته شوه. دا لومړی وار و چې د فالکون ۹ توغندي په وسیله ۲۲ سپوږمکۍ واستول شوې. دا یو نادر حرکت و، ځکه چې سپېس ایکس شرکت عموما د سټارلینک سپوږمکیو د لېږلو لپاره له هغو توغندو کار اخلي چې مخکې تجربه شوي وي.

سپطس ایکس هر څه موده وروسته یو شمطر انترنیټي سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای کوي څو له هغه ځایه درستې نړۍ ته انترنیټ ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب