Home+د کیسه لیکنې کورس کتاب چاپ شو

د کیسه لیکنې کورس کتاب چاپ شو

د افغانستان په ننګرهار کې د مومند خپرندویه ټولنه وايي چې د کیسه لیکنې کورس کتاب یې چاپ کړی دی.

دا د ایمل پسرلي له لورې د هغو کورسونو د نوټونو او لارښود ټولګه ده چې په تېرو څو کلونو کې یې د ادبیاتو د پوهنځي محصلینو ته ان لاین جوړ کړي وو.

په دې کتاب کې د استاد اسد الله غضنفر، ارواښاد نصیر احمد احمدي او اجمل پسرلي ځینې هغه مقالې هم شته چې د لنډو کیسو پر تخنیک لیکل شوې دي.

د کیسه لیکنې کورس کتاب کې له درو محصلینو سره د کیسو د تخنیک په بېلا بېلو برخو بحثونه شوي او عملي لارښوونې پکې شوې دي.

دا کتاب د کیسو په نوم، د کریکټرونو په نوم، د کیسې په پلاټ، زمان، مکان، ځایزمان، تلوسې، تصویر، مکالمې، نثر، تر کیسه لیکنې وړاندې د داستان پر نقشې بحثونه شوي دي. دغه راز له رښتینو پېښو د کیسو لیکلو هنر هم پکې یاد شوی دی.

مومند خپرندویه ټولنه وايي دا کتاب د ادبیاتو محصلینو ته او هغو کسانو ته چې غواړي کیسه لیکنه پیل کړي غوره اثر دی. دغه راز د هغو لپاره هم ښه کتاب بلل شوی چې د داستاني اثارو له لا ښه پوهېدو سره مینه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...