چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو افغانستان ته د ریجارد بینت پر سفر بندیز ولګاوه

طالبانو افغانستان ته د ریجارد بینت پر سفر بندیز ولګاوه

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳۱ مه) طالبانو د افغانستان د بشري حقونو د څارنې لپاره د ملګروملتونو پر ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ افغانستان ته د تګ بندیز ولګاوه.

طالبانو د بشري حقونو څارونکی په “پروپاګند خپرولو” تورن کړ.

بینټ په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا له خوا د طالبانو له واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره وټاکل شو.

بینټ، چې مخکې یې ویلی و چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ښایي د بشریت پر ضد جنایت وي، له افغانستانه بهر میشت دی، خو څو ځلې یې د وضعیت د څیړنې لپاره افغانستان ته سفرونه کړي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا تر دې دمه د طالبانو د اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

ده وویل چې بینټ ته به اجازه ورنه کړل شي چې افغانستان ته راشي.

“افغانستان ته د ښاغلي بینټ سفر منع شوی دی ځکه چې هغه په افغانستان کې د پروپاګند خپرولو لپاره ګومارل شوی و. هغه داسي څوک نه دی چې موږ پرې باور ولرو … هغه په کوچنیو مسلو کې مبالغه کوله او تبلیغ یې کاوه.”

رویټرز خبري اژانس وايي چې د بینټ دفتر د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو په اړه د دوی پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو درې کاله وروسته، طالبان د هیڅ بهرني حکومت له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي.

د واشنګټن په ګډون د بیلابیلو هیوادونو چارواکی وایي، د رسمیت پېژندنې لاره تر هغه وخته پورې تړلې ده چې طالبان د ښځو د حقونو په برخه کې خپل مسیر بدل نه کړي.

طالبانو له ۱۲ کالو څخه د پورته عمر لرونکې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منع کړي، ښځې له پارکونو او حمامونو څخه منع کړي او له نارینه محرم پرته د ښځو پر اوږد سفر یې بندیز لګولی دی.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلی و چې طالبان د اسلامي قانون او افغاني دودونو له تفسیر سره سم د ښځو حقونو ته درناوی لري.

1 COMMENT

  1. نو دغه بینیت ولي د بشریت او انسانیت دښمنانو قاتلانو لعنتي سیهونیستي یهود ته پلټونکي یا څارونکي په توګه نه ورځي . لعنتي سیهونیستي یهودو پنځوس زره فلستیني ماشومان ښځې نر تر خاورو لاندي کړل.طالب چا واک ته ورسول همدغه ریچرد بینیت خنزیر امریکې 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب