پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو د شاه امان الله خان پر ضد یو تبلیغاتي مستند جوړ...

طالبانو د شاه امان الله خان پر ضد یو تبلیغاتي مستند جوړ کړی

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳۱ مه) د طالبانو د رژیم یوې تبلیغاتي ادارې له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي مترقي پاچا امان الله خان خلاف یو تبلیغاتي مستند جوړ کړی.

په دې مستند کې چې د طالبانو یو شمېر استخباراتي مبلغانو په خپلو ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز رئیس اکاډمیسن دوکتور سید محی الدین هاشمي د یوازینۍ سرچینې په توګه غږول شوی.

په دې مستند کې سید محی الدین هاشمي تر ډېره د شاه امان الله خان د منفي تصویر ښودلو هڅه کړې، چې له امله یې د یو شمېر افغان ځوانانو توندو نیوکو سره مخ شوی.

د طالبانو په دې تبلیغاتي مستند کې پر شاه امان الله خان او کورنۍ یې ګڼ تورونه لګول شوي، چې منتقدانو توند غبرګونونه پرې ښودلي.

سید محی الدین هاشمي او د طالبانو رژیم د خپلو دغو تبلیغاتو په اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي وو، چې د امان الله خان په اړه بحثونو ته اړتیا نشته.

سید محی الدین هاشمي د علومو اکاډمۍ له پخوانیو غړو څخه دی، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د اکاډمیسنۍ رتبه هم ورکړل شوې ده.

3 COMMENTS

  1. محي الدين هاشمي چې وفا ته به زلمي هېوادمل ته راخوشې وو چې اوس دومره لوی سړی شو او د امان الله خان په اړه يې منفي تصوير ورکړی دی. خپل ځان به سپک کړي. دا ښه شوه چې محي الدين هم خپله تربګني ښکاره کړه.

  2. نو طالب خو پخپله د تور کافرستان په ځنځیر تړلی غلام ده ، طالب بې له غول خوړلو بل کوو منطق لري؟ دوۍ به سوډر جناح فرنګي او اقبال فرنکي ورځي لمانځي 😡

  3. هیبتې ځناورو ته زه دومره وایم، غازي امان الله خان انګریز د توري په زور له هیواده په تور مخ وشاړه او تا د ډالرو په وړاندي له خپل بادار سره د خپلې مور په سر معامله وکړه. ځوان پاچا ته افغانان او تاریخ د خپلواکۍ ممثل غازي امان الله خان خطاب کوي. خو تاسو ته د انګریز د ناجایزه اولاد کافرستان پرکټې ځناور هیبتیانو خطاب کوي.
    د هیبتې ځناورو لویه ستونزه دا ده چې، په دغه توپیر ندي پوه سوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب