دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+پرنجی خطرناک دی؟

پرنجی خطرناک دی؟

تاند (پنجشنبه، د سنبلې لومړۍ) ایا په دې پوهېدئ چې کله پرنجی کوئ، ستاسو د پزې له سورو څخه په ساعت کې په شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره سرعت ۱۰۰ زره میکروبونه وځي؟ له همدې امله، دا اسانه ده چې پوه شئ چې ولې ډیری خلک هڅه کوي چې د نورو په مخ کې د خپل پرنجي مخه ونیسي.

د ارکانساس د طبی علومو (UAMS) پوهنتون د طبی مرکز اډیولوژیست (د اورېدو متخصص) ډاکټر الیسن کټلیټ ووډال وایي: “دا به سمه نه وي چې پزه کلکه ونیسو او خوله پټه کړو څو د پرنجي مخه ونیول شي.»

ډاکټر ووډال وایي چې تر پرنجي کولو مخکې، په سږو کې د پام وړ مقدار د هوا فشار رامنځته کیږي چې د پزې د جوف له لارې ننوځي او د پزې له سورو څخه محرک مواد لېرې کوي. که چیرې د پزې په کلک نیولو یا د خولې په تړلو د پرنجي مخه ونیول شي نو دا فشار لرونکې هوا د Eustachian ټیوب له لارې د غوږ منځني جوف ته ستنیږي.

د ډاکتر ووډال په وینا، د پرنجي د مخنیوي له کبله د اوریدلو قوې یا حس ته د زیان خطر کم دی. خو ناممکنه هم نه ده. ووډال وایي چې د پرنجي فشار د پردې د شلېدو په شمول منځني او داخلي غوږ ته زیان رسولی شي. د منځني او داخلي غوږ نرمو جوړښتونو ته دا ډول صدمه سبب کېدای شي چې انسان په غوږونو دروند شي.

نور فزیکي ټپونه چې ممکن د پرنجي د مخنیوي له کبله رامنځته شي، هغه دا دي: د ډایفرام زیان، په سترګو کې د وینې د رګونو پرې کېدل، او په دماغ کې د وینې د رګونو کمزوري کېدل.

د دې زیانونو مخه څنګه ونیسئ؟

غوره انتخاب دا دی چې پرېږدئ چې قوي پرنجی ستاسو له خولې او پزې څخه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب