جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو د طالبانو سفیر ومانه

متحده عربي اماراتو د طالبانو سفیر ومانه

تاند (پنجشنبه، د سنبلې لومړۍ) متحده عربي اماراتو سره له دې چې د نورو هیوادونو په شان د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژني، د دوی له لوري د معرفي شوی سفر منلی دی.

بدرالدین حقاني تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو استازی و.

بدرالدین حقاني د طالبانو د حکومت دوهم سفیر دی چې منل کېږي.

تر دې وړاندې چین د طالبانو د سفیر باورلیک منلی و. بدرالدین حقاني تراوسه پورې د متحده عربي اماراتو دولتمشر ته خپل باورلیک وړاندې کړی نه دی مګر خو متحده عربي اماراتو د نومونوړي له ګومارنې سره موافقه کړې او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ريیس یې باورلیک منلی دی. په لنډ وخت کې به د متحده عربي اماراتو دولتمشر هم د بدرالدین حقاني باورلیک ومني.

بدرالدین حقاني د سفیر په توګه وروسته له دې په متحده عربي اماراتوکې منل کېږي چې تېره میاشت د متحده عربي اماراتو د حکومت په بلنه سراج الدین حقاني دغه هیواد ته سفر وکړ او د دغه هیواد له جګپوړو چارواکو سره یې وکتل.

د بدرالدین حقاني په اړه ویل کېږي چې له سراج الدین حقاني سره خپلوي نه لري خو له نوموړي سره نژدې کس دی.

1 COMMENT

  1. بيا يې هم له رسميت سره له تنې او ټنډې ډواړو د ناهيلۍ نښې ښکاري. طالبان خپله په خپل زړه کې پوهيږي چې له رسميت پېژندنې لېرې دي.
    له نجونو يې د زده کړو او له مېرمنو يې د کار حق اخېستی او حکومت يې ټول ځانته کړی. له طالب پرته پکې څوک د کار حق نه لري او نه پر چا باور کوي، نو …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...