پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو د پښټون ژغورنې غورځنګ یو مشر وژلی

نامعلومو وسله والو د پښټون ژغورنې غورځنګ یو مشر وژلی

تاند (پنجشنبه، د سنبلې لومړۍ) نامعلومو وسله والو تېر ماښام د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر ډاکتر نورمحمد وواژه.

راپورونه وايي چې نوموړی په جاني خپلو سیمه کې خپل کلینیک ته روان و چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې.

ویل کېږي چې ډاکتر نور محمد د جګړې خلاف هلې ځلې کولې او د حکومت د تګلارو سخت منتقد و.

په ۲۰۲۱ کال کې، چې کله خلکو په جاني خېلو کې د څلورو زلمکیو او یوه قومي مشر پر وژل کېدو احتجاجونه پیل کړل، د ډاکتر نورمحمد په مشرۍ کمېټې له حکومت سره د ولس د غوښتنو په اړه خبرې کولې.

تراوسه پورې د ډاکتر نورمحمد د وژنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

5 COMMENTS

  1. پښتانه بېدار شئ، ۱۹۹۰ کال کې یو سویسی جنرال راته وویل چه دوی یعنې غربی اروپا غواړي چه پښتانه له مینځه یوسي!

  2. سلامونه،
    انا لله و انا الیه راجعون
    الله دې ډاکټر صیب نور م. د بنو مشر ته جنات الفردوس نصیب کړي
    او داخو د پي ټي ایم لمړنی شهید نه دی او ممکن ګکړ پنجابي ریاست او ګوډاګیان ېې له پښتنو عدالت غوښتنې جرګې نه مخکې داسې مرموزې وژنې وکړي او قاتلان به لکه تور راوا انور او ګکړ انور الحق او… خلاس لاسونه ګرځي ؛ دغه ده آزادي؟؟؟!!!

  3. دد رپورت عنوان بايد داسي وليکل شي:
    وسلوالو آی اس ای د پښټون ژغورنې غورځنګ یو مشر وژلی.
    لراوبر پښتنو را ويښ شي خپل اختيار او قدرت په خپل لاس کي واخلي پاکستان او تالب په چا سرپه نه کوي، که ژوند غواړو بايد د ځان د ژوند دفاع وکړو.

  4. سلامونه،
    انا لله و انا الیه راجعون
    الله دې ډاکټر صیب نور م. د بنو مشر ته جنات الفردوس نصیب کړي
    او داخو د پي ټي ایم لمړنی شهید نه دی او ممکن ګکړ پنجابي ریاست او ګوډاګیان ېې له پښتنو عدالت غوښتنې جرګې نه مخکې داسې مرموزې وژنې وکړي او قاتلان به لکه تور راوا انور او ګکړ انور الحق او… خلاس لاسونه ګرځي ؛ دغه ده آزادي؟؟؟!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب