جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهم.م. افغانستان ۱۸ زره قابلوته اړتیا لري

م.م. افغانستان ۱۸ زره قابلوته اړتیا لري

تاند (پنجشنبه، د سنبلې لومړۍ) په داسي حال کې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وایي، افغانستان اتلس زره قابلو ته اړتیا لري.

دې ادارې په افغانستان کې د قابلو د رول په اړه په یوه راپور کې، چې پرون (چهارشنبې) یې خپور کړ، دې اړتیا ته په اشارې ټینګار کړی، که دا تشه ډکه نه شي، د زیږون پر مهال د مېندو د مړینو شمېر به نور هم ډ‌ېر شي.

اوس هم په افغانستان کې د زېږون په مهال د میندو شمېر د نړۍ تر ټولو هیوادونو زیات دی.

د ملګروملتو د وګړو د صندوق (UNFPA) په راپور کې ویل شوي چې قابلې د زېږون او امیندوارۍ پر مهال د میندو او دغه راز د نوي زیږیدلي ماشوم ۹۰ په سلو کې روغتیایي اړتیاوې پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، دا مهال په افغانستان کې له ۴۷۷ کلینیکونو څخه چې قابلې په کې په کار بوختې دۍ، ملاتړ کوي او دغه روغتیایي مرکزونه میلیونونه کسانو ته خدمتونه برابروي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هم مخکې منلې وه چې دوی د ښځینه ډاکټرانو او نرس قابلو په برخه کې له کمښت سره مخامخ دي.

1 COMMENT

  1. دروغ وايي، همدا اوس په لسهاوو قابله ګاني بېکاره دي، کار ورته نه پيدا کیږي، یا يې نه ورکوي.

    دغه شته کسانو ته دې کار ورکړي، بیا دې خپل سروې ګاني کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب