Homeروغتیاد هډوکو او د اشتها تړاو

د هډوکو او د اشتها تړاو

تاند- د کولمبیا پوهنتون د طبي مرکز څېړونکي وايي، په هډوکو کې یې هغه حجرې پېژندلي چې د اشتها یو ډول میکانیزم لري.

څېړونکو له ډېرو کلونو راهیسي د هډوکو د کار د څرنګوالي په اړه څېړنې کولې او په ۲۰۰۷ م کال پوی شول چې د انسان په سکلېټ یا هډوکو کې بدن ته داسي هورمونونه ورکوي چې د انرژۍ د جوړولو او ترتیبولو لپاره حیاتي دي.

د ساینس ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، د لومړنیو څېړنو پر اساس هډوکي د ستیوکلسین په نوم هورمون ترشح کوي چې د وینې قند تنظیموي.

څېړونکو ته د یوه موږک د هډوکي په جوړوونکو حجرو کې د یوه ځانګړي جین له غیرفعالولو وروسته څرګنده شوه چې د موږک اشتها خورا کمه شوې ده.

خو د دې لپاره چې ستیوکلسین هورمون پر اشتها اغېز نه لري، څېړونکي دې نتیجې ته ورسېدل چې یوه ناپېژندل شوی هورمون د موږک د اشتها په کمېدو کې رول درلود.

دوی ته څرګنده شوه چې دا هورمون، چې (lipocalin 2) نومېږي، یو ډول پروتین دي چې له چاغښت سره ارتباط لري.

د کولمبیا پوهنتون د طبي مرکز څېړونکي وايي د هډوکو په جوړوونکو حجرو کې د دغه هورمون اندازه د غوړو حجرو ۱۰ برابره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...