سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهپه لوګر کې دوه انتحاریان هدف ته تر رسېدو وړاندې ووژل شول

په لوګر کې دوه انتحاریان هدف ته تر رسېدو وړاندې ووژل شول

تاند (جمعه. د ثور ۲۶) د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې نن شپه د ولایت يه مرکز پُل علم کې دوه ځانمرګي مخکې تر دې ووژل شول چې هدف ته ځان ورسوي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویندوی شاهپور احمدزي تاند ته وویل چې د شپې په ۹ بجې پولیسو دوه تنه انتحاریان، چې پر موټرسایکل سپاره ول، تعقیب کړل او د ښار د پولیسو لومړۍ حوزې ته تر داخلېدو وروسته یې په نخښه کړل او ویې وژل.

د ښاغلي احمدزي په وینا انتحاریانو غوښتل چې انتحاری برید وکړي خو د هغو د وژلو له کبله ملکیانو او پوځیانو ته هیڅ راز مرګ ژوبله وانه اوښته.

تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د لوګر ولایتي چارواکو هم نه دي ویلي چې وژل شوي مشکوک انتحاریان په کومې ډلې بورې تړاو لري.

په وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفانو پر ښاري سیمو بریدونه یو وار بیا زیات کړي دي.

د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې وروسته طالبانو پر لویو ښارونو بریدونه درولي وو خو پر ځای یې په ولسوالیوړ کې حملو ته شدت ورکړی وو.

د سې شنبې په ورځ (مې ۱۲) د ننګرهار په ښېوې ولسوالي او د کابل د برچي پر روغتون دوو بردونو ۵۷ تنه ووژل.

له دغو حملو وروسته د افغانستان ولسمشر امنیتي ځواکونو ته د تعرضي بریدونو امر وکړ.

2 COMMENTS

  1. دا رقم ماهر پولیس د قدر وړ دی په مور او پلار یی رخمت او شاباس۰
    لازم بولم داسی ځوانان ونازول شی۰
    ولی دا دی چه دشمن ملا ماتی کوی –
    ژوندی اوپیاوزی دی وی دا د وطن او ناموس ساتونکی قهرمانان

  2. زمونږد ملي امنیتي ارګانو اتلان او غازیان د ژوندي وي چې خوارج یې په خپل وخت کې پېژندلي او د دوزخ ټیټې کندې ته یې ور غوځار کړیدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب