چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهامریکا: پر خبریالانو د بریدونو برخه کې څېړنې شفافې او کافي نه...

امریکا: پر خبریالانو د بریدونو برخه کې څېړنې شفافې او کافي نه دي

تاند ( چهارشنبه، د کب ۱۳)  کابل کې د امریکا سفارت د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ژر ترژره پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

دغه سفارت پر خپل ټویټر پاڼه د خبریالانو ساتنه وکړئ د شعار په ټينګار سره په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته درسیدګۍ غوښتنه کړې ده.

سفارت وايي، په ګڼ شمېر خبریالانو باندې بریدونه شوي، خو په دې برخه کې شفاف او کافي څېړنې نه دي تر سره شوي.

یاد سفارت همدارنګه په افغانستان کې پر خبریالانو د بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د بریدونو د عاملانو په اړه د څېړنو او پیدا کولو ملاتړ کوي.

ورته مهال د افغانستان لویه څارنوالي وايي، یوازې په وروستیو دوو کلونو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷ قضیې څېړلې دي چې ددغه ۲۷ قضیو په تړاو ۶۰ تنه نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې تر بل هر وخته افغانستان د خبریالانو لپاره یو خونړی هېواد جوړ شوی او په ترڅ کې یې لسګونه خبریالان له هدف ګرځول کېدو سربېره ګواښل شوي هم دي.

د یادولو ده چې د خبریالانو پر وړاندې وروستي تاوتریخوالي ډیری خبریالان دندو پرېښودو او دغه راز ځېنو یې هیواد پرېښود او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول.

وروستۍ پېښه پرون مازیګر جلال اباد ښار کې را منځ ته شوه چې د انعکاس په نوم د یو خصوصي ټلویزیون درې ښځینه کارکوونکې یې د نامالومو وسلوالو برید کې په شهادت ورسېدې.

دې پېښې په کور دننه او بهر د خلکو سخت غبرګونونه راپاراولي دي او له حکومته غواړي څو د دا ډول پېښو جدي مخنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب