دوشنبه, مې 6, 2024
Homeداسې هم شتهد کورونا ناروغې میرمنې تر ښه کېدو وروسته هم وېښتان توییږي

د کورونا ناروغې میرمنې تر ښه کېدو وروسته هم وېښتان توییږي

تاند ( چهارشنبه، د کب ۱۳)  راپورونه وایي، د چین په پلازمېنه بیجینک کې د یوې میرمنې له کورونا رغېدو وروسته هم د وخت په تېرېدو سره ویښتان توییږي.

د راپورونو په حواله، دا پېښه ډاکټرانو هم تایيد کړی او وایي، یاده مېرمن اوس هېڅ د کورونا نښې نلري؛ مګر وېښتان یې رو رو په تویيدو دي.

د صحي لیسنټ مجلې د معلوماتو له مخې، د کرونا ناروغۍ سره د مېرمنو وېښتو توییدل هم شروع کیږي او تر ښه کېدو وروسته هم تر ډیرې مودې د دغې ستونزې له امله زوریږي.

راپور کاږي، پدې څېړنه کې ۶۵۵ ناروغان څېړل شوي چې هر ۶ میاشتې وروسته یې د وینې معاینات کیږي او لا هم د دوی وېښتان ندي رغیدلي.

راپور زیاتوي، کوېډ ۱۹ ناروغي څخه دا مېرمن شپږ میاشتې وړاندې بېرته رغېدلې؛ خو وایي اوس هم د وېښتو له توییدو شکایت کوي.

راپور د ډاکټرانو له قوله وایي، د تبې او ځینې نورو ناروغیو په وخت کې د وېښتانو توییدل عادي خبره ده او د وخت په تېرېدو سره بېرته ښه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب