شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهداعش ډلې د انعکاس ټلوېزیون پر کارکوونکو د برید مسؤلیت په غاړه...

داعش ډلې د انعکاس ټلوېزیون پر کارکوونکو د برید مسؤلیت په غاړه واخیست

تاند (چهارشنبه د حوت ۱۳) د روېټرز خبري اژانس د خبر له مخې، داعش وسله والې ډلې په جلال اباد ښار کې د انعکاس ټلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو د وژل کېدو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

شهناز رووفي، سعدیه سادات او مرسل حمیدي د یاد ټلوېزیون د دوبلې برخې کارکوونکې وې چې پرون ناوخته د وسله والو په دوو بریدونو کې ووژل شوې.

ددې پېښې څو ساعته وروسته د ننګرهار امنیه قومندانۍ خبر ورکړ چې د قاري بصیر په نوم یو کس چې ددې برید اصلي طراح و نیولی دی.

د ننګرهار چارواکي وايي، د انعکاس ټلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو قاتل یې نیولی

په ورته مهال نن چهارشنبه په کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې.

د یاد سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې له افغان حکومته غوښتنه شوې ده چې د خبریالانو د قاتلینو مجازات معافیت ته دې د پای ټکی کېږدي او په دې توګه دې د بیان د ازادۍ او خبریالانو اړین خوندیتوب وکړي.

په خبرپاڼه کې د طلوع نیوز د پخواني کارکوونکي یما سیاوش وژنې ته په اشارې راغلي چې د څلورو میاشتو په تېرېدو لا هم لږ تر لږه د هغه د قاتلین نه دي معلوم شوي.

د امریکا سفارت دا څرګندونې ورسته تر هغه کړي چې پرون سه شنبه مازدیګر مهال په جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون درې کارکوونکې د وسله والو په برید کې ووژل شوې.

دې پېښې په کور دننه او بهر ګن شمېر غبرګونونه له ځانه سره لرل او خلک له مسؤلینو غواړي چې د دا ډول پېښو جدي مخنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب