Homeخبرونهمحب: له تضمین پرته د سولې هره طرحه بې ګټې ده

محب: له تضمین پرته د سولې هره طرحه بې ګټې ده

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۱۳) د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي چې د دوی لومړنی هدف سوله ده او وړاندې تر دې چې د سولې د ټینګښت تضمین نه وي ورکړل شوی، هره طرحه به بې ګټې وي.

محب ټینګار کړی چې دوی د طرحې تر مطرح کولو وړاندې له طالبانو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې د ټینګښت ضمانتونه غواړي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له خولې داسې راپورونه ورکړل شوي چې ګوندې زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره لیدنه کې د انتقالي حکومت طرحه وړاندې کړې او د ملګري ملتونو په منځګړیتوب یې د یوې پراخ بنسټه ناستې خبره کړې ده.

د یادونې ده چې ویل کېږي خلیلزاد به سبا دوحې ته لاړ شي او هلته به له طالب پلاوي سره هم پر همدې طرحه خبرې اترې ولري.

بل لورته د افغانستان د سولې د مسایلو او سیاسي وضعیت څارونکي وایي چې خلیلزاد دا ځل د تېر په پرتله له سخت ماموریت سره مخ دی.

د سیاسي چارو شنونکی او خبریال سمیع یوسفزی وایي خلیلزاد هڅه کوي چې طالبان یا اوربند ته راضي کړي او یا د سرتېرو د حضور دوام ورباندې ومني.

نوموړی زیاتوي چې طالبان به دا دواړه انتخابه و نه مني، نو له همدې امله د خلیلزاد ماموریت خورا سخت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...