دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د چرمښکۍ زهرو د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مسموم کړي

ننګرهار کې د چرمښکۍ زهرو د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مسموم کړي

تاند (چهارشنبه، د حوت ۱۳)  د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مسموم شوي دي.

د دې ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د دې ولایت روداتو ولسوالۍ په اخوند کلي کې نن له غرمې وروسته د قاري ذبیح الله په نوم د یوې کورنۍ دوه ماشومان مړه شوي او دغه راز څلور میرمنې او پنځه ماشومان مسموم شوي دي.

سرچینه وایي چې یاده پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې کله چې دوی د هغه چای جوش چای څښلی کوم چې په کې پرته چرمښکۍ اېشول شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې اېشول شوی زهرجن چای یادې کورنۍ څښلی او وروسته له هغې مسموم شوي دي.

د رسنیو دفتر وایي د یادې پېښې څلور میرمنې او پنځه ماشومان په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

روغتیايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته بیا ځایي خلکو ویلي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې په روداتو ولسوالۍ کې د عامو خلکو په یوه مېله کې زهرجنه بوره پلورل شوې او عام خلک په کې مسموم شوي دي.

د یادونې ده چې دا په دې ولایت کې لومړنۍ پېښه ده چې په کې د چرمښکۍ له امله عام خلک مسموم کېږي.

1 COMMENT

  1. د دې چرمښکۍ پړه او ملامتیا به هم د د طلوع تلویزیون په دوکتور اشرف غني اچوي . هغه باید جدي پاملرنه کړې وای چې د دې کورنۍ غړو په جایجوش کې چرمښکۍ نه وای اېشولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب